لاس رسیدونکی لینک

رقه کې داعش دانټرنيټ کار ونکو کلکه څارنه کوي،راپور


شام کې موجود امريکايي پلوه ځواکونه درقه دقبضې بحالولو لپاره پرمختګ کوي او هم له دې امله داعش سخت فشار سره مخ دي.

داطلاعاتو ترمخه تندروه ډلې داعش شام کې خپلې خودساخته پلازمينه رقه کې انټرنيټ پورې درسد محدودولو دهڅو کولو په ترڅ کې په سيمه ييزې ابادۍ نورو بنديزونو او فشار کې اضافه کړې ده.

شام کې موجود امريکايي پلوه ځواکونه درقه دقبضې بحالولو لپاره پرمختګ کوي او هم له دې امله داعش سخت فشار سره مخ دي.

دتيرنومبر مياشت کې چې کله دکردانو په مشرۍ سيرين ډيموکريټک ځواکونو درقه ازادولو لپاره کارروايۍ پيل کړې وې نو داعش دانټرنيټ په کارول نظر ساتلو لپاره پخپل امنيتي دفتر کې يوه ځانګړې څانګه جوړه کړې وه.

رقه کې دداعش په هلو ځلو دنظر ساتونکي صدرالدين کينو ترمخه دهاغه وخت څخه تر دې دمه دغه څانګې دداعش مخالفه ځواکونو او امريکايي ايتلاف سره دمرستې په تور ګڼ شمير ان لا ين کارکوونکي نيولي.

دهغه په قول نيول شوو کې زياتره داعش وژلي هم دي.

په سيمه ييز توګه دا خبره هم مخې ته راغلې چې دداعش دغه څانګه کې زنانه هم شاملې دي کومې چې دښځو دموبائيل فونونو، کمپيوټرو او انټرنيټ سره دتړلو نورو الاتو کره کتنه کوي.

دانټرنيټ څارنه

رقه کې دداعش کارکوونکي وين کې دداسې الاتو سره ګرځي راګرځي کوم چې دانټرنيټ کارول کيدل په ګوته کوي.

دسايبرسيکورټي په اړه واشنګټن کې دموجود ماهر دلشان عثمان وينا ده چې داعش دوايي فايي پتې لګولو لپاره عصري الات ترکي څخه ترلاسه کړي دکومو له لارې چې هغوي دغيرمتعلقه کسانو دانټرنيټ دکارول کيدو پته لګوي.

دحکم څخه په سرغړونه سزا

ګڼ شمير انټرنيټ کيفى اوس اوس داعش په دې اساس تړلي چې مالکانو يې نزدې کورونو ته هم دانټرنيټ اسانتيا ورکوله.

XS
SM
MD
LG