لاس رسیدونکی لینک

د پانامالیکس کېس اورېدنه به اوس هره ورځ کيږي


د عدالت د پينځه کسیزه ججانو/قاضیانو بېنچ پرېکړه کړې چې اوس به د دغه کېس اورېدنه هره ورځ کيږي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او هغه د بچو په ضد د پانامالیکس په اړوند شوؤ خواستونو باندې نن د شورو په ورځ ستره محکمه کې د دغه کېس اورېدنه بیا شوې ده.

د عدالت د پينځه کسیزه ججانو/قاضیانو بېنچ پرېکړه کړې چې اوس به د دغه کېس اورېدنه هره ورځ کيږي.

د حکومت مخالفه ډلې پاکستان تحریک انصاف د وزیراعظم نوازشریف د لُور مریم نواز په مبینه توګه بهر ملکونو کې د جایداد په اړه نور اسناد په عدالت کې جمع کړي دي، او بل لور ته شریف کورنۍ د کېس دپاره خپل وکیلان هم بدل کړي دي.

د سترې محکمې د مشر قاضي جسټس انورظهیر جمالي تېره میاشت ريټايرډ کېدو نه وړاندې د سترې محکمې بېنچ په وروستي ځل د دسمبر د میاشتې په ۹م نېټه د دغه کېس اورېدنه کړې وه.

د کېس اورېدنه اوس د جسټس آصف سعید کهوسه په مشرۍ د جسټس اعجازافضل، جسټس ګلزار احمد، جسټس اعجازالحق او جسټس عظمت سعید شېخ په ګډون بېنچ کوي.

نوي مشر قاضي جسټس ثاقب نثار د چوکۍ سمبالولو وروستو د دسمبر په ۳۱م نېټه دغه بېنچ جوړ کړی ؤ.

وزیراعظم نوازشریف د کېس دپاره د سلمان اسلم بټ په ځای خپل وکیل مخدوم علي خان ټاکلی، د مریم نواز او هغې د خاوند محمدصفدر وکیل شاهد حامد دی او سلمان اکرم راجا د وزیراعظم د زوي حسېن نواز وکالت کوي.

تېر کال د اپرېل په میاشت کې پاناما پېپرز مخې ته راغلي چې پکې بهر ملکونو کې د جایدادونو او آف شور شرکتونو لرلو په فهرست کې د وزیراعظم نوازشریف د درېو بچو نومونه شامل ؤ، د هغې وروستو د حکومت مخالفه ډلې او په خصوصي توګه پاکستان تحریک انصاف ډله د وزیراعظم نه د چوکۍ پرېښودو/ استعفی غوښتنه کوي.

وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ډلې حکومتي مشران په څه قسمه غبن کولو کې لګېدلي ټول تورونه ردوي.

د پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ن) ډلې لخوا په یو بل د دروغو تورونه هم لګول کيږي.

مسلم لیګ (ن) وايي چې تحریک انصاف سره د دوي په ضد کوم ثبوت نشته چې عدالت ته يې وړاندې کړي، او تحریک انصاف وايي عدالت يې ثبوتونه وړاندې کړي او ډېر زر به د وزیراعظم پرضد د عدالت فېصله مخې ته راشي.

XS
SM
MD
LG