د افغانستان د هوايي ځواک وړومبۍ ښځینه پایلټې په امریکا کې د پناه غوښتو دپاره خواست کړی دی او هغه اوس د اړونده ادارو لخوا د خواست ځواب ته په طمع ده.
د نیلوفر رحماني وکیل ویلي هغې ته د طالبانو لخوا ګواښونه ؤ او له هغې وروستو یې تېره میاشت په امریکا کې د پناه خواست ورکړی ؤ.
افغانه پايلټه امریکا ته د یو تربیتي کورس دپاره ورغلې او هلته يې بیا پناه غوښتې ده.
د هغې وکیل کمبیرلي موټلي د وي او ای افغان سروس په خبرو کې ویلي نیلوفر(ځکه په امریکا کې د پناه خواست کړی چې په دې ویریږي که بیرته ستنه شي هغه به هدف کړی شي).
وکیل يې ویلي، طالبانو نیلوفر ته د وژنې ګواښ کړی دی او پایلټه اوس د افغانستان د حکومت په پرېکړه هم خفه شوې ده ځکه چې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي هغه کله بیرته راشي پرضد به يې د هوايي ځواک نه د تښتېدو په هڅه کارروايي کولی شي.
۲۵ کلنې نیلوفر رحماني ویلي هغې ته ګواښ شوی چې پوځ پرېږدي او ګواښونه ورته هغې وسله والې ډلې کړي کومې چې د ملاله یوسفزۍ د وژلو هڅه کړې وه.
نیلوفر په امریکا کې د ۱۸ میاشتو روزنې پای ته رسولو وروستو په دغه هېواد کې د پناه خواست کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي نیلوفر رحماني ته هيڅ خطر نشته.
امریکا کې د پناه غوښتو وروستو په افغانستان کې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو باندې هم په نیلوفر رحماني سختې نیوکې شوي دي.
افغان پوځ هم د نیلوفر رحماني په پرېکړه نیوکې کړي او ویلي يې دي د وسله وال ځواک چارواکو ته په دې شعبه کې د راتلو نه وړاندې په ممکنه خطرو باندې پوهېدل پکار دي او افغانستان کې ښځو ته دومره خطره ده څومره خطره چې سړو ته ده.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمدردمانش ویلي (چې کله یو افسر په خپله د خپلې ساتنې شکایت کوي نو یو عام کس به څه کوي).
نیلوفر رحماني ته په کال ۲۰۱۵م د امریکا خارجه محکمې د (زړه ورې ښځې) جایزه هم ورکړې وه.