لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا به تر اوږدې فاصلې وارکوونکى ميزايل جوړ نه کړى شي،ټرمپ


 دګل په ورځ په ټويټر خپل پيغام کې هغه ددې خبرې سپيناوى نه دى کړى خو دهغه وينا وه چې” داسې به نه کيږي“
دګل په ورځ په ټويټر خپل پيغام کې هغه ددې خبرې سپيناوى نه دى کړى خو دهغه وينا وه چې” داسې به نه کيږي“

دامريکا نوي منتخب صدر ډونلډ ټرمپ ويلي دي شمالي کوريا به داسې جوهري وسله تيار نه کړى چې تر امريکا درسيدو توان لري.

دګل په ورځ په ټويټر خپل پيغام کې هغه ددې خبرې سپيناوى نه دى کړى خو دهغه وينا وه چې داسې به نه کيږي

ددغه بيان څخه يوه ورځ دمخه دشمالي کوريا مشر کم جونګ ويلي وو هيواد يې دبراعظمونو په کچه دبيلسټک ميزايل تجربې کولو لپاره تقريباً چمتو دى.

شمالي کوريا پرله پسې لنډې فاصلې پورې دوار کوونکو ميزايلونو تجربه کړې چې پکې دغه هيواد دکاميابۍ او ناکامۍ دواړو سره مخ شوى دى.

دځينو ماهرانو وينا ده چې امريکا پورې د جوهري وسلو درسولو توان ترلاسه کولو کې شمالي کوريا ته کالونه وخت لګيدى شي.

شمالي کوريا دټرمپ په دغه تازه بيان په سمدستي توګه کوم غبرګون نه دى ښودلى.

بل لوري ته دشمالي کوريا ايتلافي ايتلافي هيواد چين په ټرمپ دغير ذمه وارانه رويې خپلولو تور لګولى دى، دا خبره دامريکا دنوي منتخب ولسمشر دهاغه بيان څخه وروستو مخې ته راغلى چې پکې هغه په چين تور لګولى و چې هغه دشمالي کوريا جوهري پروګرام کې کمي لپاره کار نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG