لاس رسیدونکی لینک

کويټه: چاودنه کې د ملېشې شپږ سرتیري ژوبل شوي


د پاکستان ناقراره صوبه بلوچستان کې د اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ دغه لړۍ دوام لري.

د پاکستان بلوچستان صوبې د سرښار کويټې د لویدیځ بائي پاس سيمه کې نن د ګل/ دوشنبې په سهار د سړک په غاړه بمي چاودنه کې د ملېشې/ فرنټیر کور شپږ سرتیري ژوبل شوي دي.

د راپورونو ترمخه نامعلومه کسانو د لویدیځ بائي پاس سره نزدې د فرنټئيرکورګاډی په نخښه کړی دی.

د پېښې په ځای مطبوعاتو سره په خبرو کې د پوليسو مشر (ډي ائي جي) عبدالرزاق چيمه ويلي چې په دغه سيمه کې نامعلومه کسانو بارودي مواد ښخ کړي وو او چې کله د اېف سي سرتيري د ډزو د تربيې دپاره دغلته راورسېدل نو يوه لويه چاودنه پرې وشوه.

د چيمه په وېنا چې په چاودنه کې شپږ سرتېري ژوبل شوي کوم چې روغتون ته وړل شوي دي.

د پوليس چارواکو په وېنا دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې پکې د اته ؤ نه تر لس کلو پورې بارودي مواد استعمال شوي وو.

د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه زياته کړه چې دا سيمه د پوليسو د ډزو د تربيې ځای دی ځکه په عمومي توګه دلته سيکيورټي نه وي. او وسله والو هم له دې امله دا ځای ټاکلی وو.

چارواکي وايي له پېښې وروستو ځیني مشکوک کسان هم نيول شوي دي او د دې بريد ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د پاکستان ناقراره صوبه بلوچستان کې د اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ دغه لړۍ دوام لري.

XS
SM
MD
LG