لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلشکرطيبه دطالب علمانو ډله دترهه ګرو فهرست کې شامل


 دامريکا دخارجه محکمې لخوا د" دالمحمديه اسټوډنټس" په ضد دبنديزونو ترڅنګ دامريکا دخزانې محکمې دلشکرطيبه دوه مشران د دنړيوالو ترهه ګرو ګرځيدلو کسانو فهرست کې شامل کړي دي.
دامريکا دخارجه محکمې لخوا د" دالمحمديه اسټوډنټس" په ضد دبنديزونو ترڅنګ دامريکا دخزانې محکمې دلشکرطيبه دوه مشران د دنړيوالو ترهه ګرو ګرځيدلو کسانو فهرست کې شامل کړي دي.

امريکا دتندروه ډلې لشکر طيبه دطالب علمانو څانګه دغيرملکي ترهه ګرو دډلو فهرست کې دشاملولو اعلان کړى دى.

دهند لخوا په لشکرطيبه تور لګولى شي چې دغه ډله دهغوي په خاوره ګڼو بريدونو کې ککړه ده، چې پکې ٢٠٠٨م کې ممبۍ کې شوى بريد هم شامل دى چې پکې دشپږو امريکايانو په ګډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ.

دامريکا دخارجه محکمې لخوا د" دالمحمديه اسټوډنټس" په ضد دبنديزونو ترڅنګ دامريکا دخزانې محکمې دلشکرطيبه دوه مشران د دنړيوالو ترهه ګرو ګرځيدلو کسانو فهرست کې شامل کړي دي.

که هر څو پاکستان کاله دوه زره دوهم کې په لشکرطيبه بنديز لګولى و خو دامريکايي چارواکو ترمخه دغه ډلې نوم بدل کړى ، خپل فعاليتونه کوي او مشر حافظ سعيد يې پاکستان کې عوامي اجتماع ګانو ته دويناوو ترڅنګ مرکې هم کوي.

دامريکا خارجه محکمې ويلي دي دغيرملکي ترهه ګرو دډلو فهرست کې اوس دلشکرطيبې دطالب علمانو ډله هم شامله کړى شوې ده.

دخزانې محکمې ددغه ډلې په دوو مشرانو محمد سرور او شاهد محمود بنديز لګولى او دهغوي نومونه يې دنړيوالو ترهه ګرو فهرست کې شامل کړي، که چرې هغوي امريکا کې کوم جايداد يا اثاثې لري نو هغه به کنګل کړى شوي او دغو کسانو سره دامريکايي وګړو په لين دين بنديز لګول شوى ىد.

ويل کيږي دغه دواړه کسان تندروه ډلې لپاره دپيسو راټولولو هلو ځلو کې ککړ وؤ.

دخارجه محکمې وينا ده محمد سرور لاهور کې دلشکرطيبې مشر دى او شاهد محمود کراچۍ کې دلشکرطيبه مشر دى او هغه دخپلې ډلې لخوا څو ځله پاکستان څخه بهر سفرونه کړي دي.

بل لوري ته مبصرينو انديښنه څرګنده کړې چې دامريکايي حکومت ددغه ګام څخه وروستو په اسلام اباد دطالب علمانو ديادې شوې ډلې په ضد ګامونو اخستو لپاره سفارتي فشار کې اضافه کيدى شي.

تجزيه کار حسن عسکري دامريکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې وويل لشکرطيبه دوړاندې څخه امريکا دترهه ګرو ډلو فهرست کې شامل کړې او اوس ددغه ډلې دطالب علمانو ډله هم دترهه ګرو فهرست کې شامل کړى شوې، ددې مطلب دا دى چې دې سره به په پاکستان فشار راځي چې که چرې دغه ډله پاکستان کې موجوده ده نو ددې په ضد به حکومت ته ګامونه اخستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG