لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجان کيري په بيان دنيتن ياهو سخت غبرګون


 هغه وويل دامريکا خارجه وزير خپله وينا کې اسرايل سره يواځې زباني خواخوږي څرګنده کړې ، هغه تور لګولى چې کيري ته دستونزې جرړه نه ښکاري.
هغه وويل دامريکا خارجه وزير خپله وينا کې اسرايل سره يواځې زباني خواخوږي څرګنده کړې ، هغه تور لګولى چې کيري ته دستونزې جرړه نه ښکاري.

دشورو په ورځ سرکاري ټي وي ته پخپله وينا کې داسرايل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو ويلي دي پوره تر يوې ګينټې دامريکا دبهرنو چارو وزير مينځني ختيځ کې په موجود يواځيني جمهوري رياست بريد کړى، هغه دامريکا دخارجه وزير په بيان انديښنه څرګنده کړې.

نيتن ياهو په جان کيري تور لګولى چې هغه اسرايلي ميشت ځايونو ته زيات او دفلسطين تشدد او پاريدونکو ګامونو ته کم پام ګرځولى.

هغه وويل دامريکا خارجه وزير خپله وينا کې اسرايل سره يواځې زباني خواخوږي څرګنده کړې ، هغه تور لګولى چې کيري ته دستونزې جرړه نه ښکاري.

دهغه په قول فلسطينيانو ته يهودي رياست په يو رقم سرحدي حدودو کې هم دمنلو جوګه نه دى.

هغه په کيري دتعصب تور هم لګولى.

اسرايلي وزيراعظم په فلسطينيانو دترهه ګرۍ دمهم ددوامداره ساتلو تور هم لګولى،هغه وويل ترڅو چې فلسطين او اسرايل دخپل مينځي درناوى خيال نه ساتي او ديو بل وجود نه تسليموي، دستونزې حل ممکن نه دى.

هغه وويل منتخب امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کار کولو ته سترګې په لار دى.

له دې وړاندې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري ويلي دي داسرايل-فلسطين ستونزې يواځينى هوارى ددو رياستونو په جوړيدو سره ممکن دى خو ددغه وړانديز کړى شوي هواري راتلونکى خطره کې دى.

دشورو په ورځ دامريکا خارجه محکمه کې داسرايل فلسطين په شخړه دپاليسۍ وينا کولو په په مهال دامريکا دبهرنو چارو وزير تيره اوونۍ دملګرو ملتونو امنيتي شورا کې دوړاندې کړى شوي قرارداد دنه ويټو کولو په اړه دامريکايي تګلارې څخه دفاع وکړه او دې لړ کې داسرايلي حکومت نيوکه رد کړه.

قرارداد کې مقبوضه فلسطينو سيمو کې ديهودي ميشت ځايونو جوړول دبين المللي قوانينو ښکاره سرغړونه ګرځول شوې وه او داسرايل غندنه شوې وه.

امريکا تيرو وختونو کې امنيتي شورا کې داسرايل په ضد قراردادونه ويټو کړي خو تيره اوونۍ داسرايل په ضد دوړاندې کړى شوي قرارداد په مهال امريکا درايې شميرنې کې برخه نه وه اخستې چې له دې وروستو دامنيتي شورا په ١٥و کې څوارلسو غړو دغه قرارداد په متفقه توګه منظور کړى و.

دقرارداد منظوري او دامريکا لخوا ددې په نه ويټو کولو داسرايل حکومت دسختې غصې څرګندونه کړې ده، اسرايلي چارواکي ددغه قرارداد ذمه وار دامريکا ولسمشر براک اوباما او دبهرنو چارو وزير جان کيري ګرځوي او په امريکايي تګلاره سختې نيوکې کوي.

دشورو په ورځ خپله وينا کې دامريکا دبهرنو چارو وزير دامريکا دپريکړې څخه دفاع وکړه او وې ويل امنيتي شورا کې وړاندې کړى شوى قرارداد مينځني ختيځ کې ددوه رياستي حل دبچ کولو يوه لاره وه او ددې د نه ويټو کولو پريکړه دهاغو اقدارو مطابق وه چې امريکا پرې باور لري.

هغه وويل له بده مرغه ځينې خلک ګڼي چې امريکا سره دهغوي دملګرتيا مطلب دا دى چې هغه به ددوي هره تګلاره مني ، کومه چې سمه خبره نه ده.

هغه وويل که چرې اسرايل ګڼي چې دفلسطين ستونزه يواځې ديو رياست جوړيدو سره حل کيدى شي نو اسرايل به يواځې دجمهوريت څخه محروم ديو يهودي رياست په توګه پاتې کيږي.

جان کيري وويل داسرايل ديو جمهوري او يهودي رياست دامنيت او ثبات يواځينۍ لاره دوه رياستي حل دى او هم دا دفلسطينيانو زړې غوښتنې هم پوره کولى شي.

جان کيري داسرايلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دمخاطب کولو په ترڅ کې وويل که چرې هغوي مقبوضه فلسطيني سيمو کې دفلسطيني ميشت ځايونو دجوړولو تګلاره دوامداره وساتله نو ورته معلوميدل پکار دي چې ملګري ملتونه به خاموش نه پاتې کيږي او امريکا به دنړيوالې ادارې دکوم جايز ګام په لاره کې خنډ نه جوړيږي.

هغه وويل امنيتي شورا کې منظور شوي قرارداد اسرايل يواځې کړى نه دى بلکې دا مقبوضه فلسطيني سيمو کې ديهودي ميشت ځايونو دجوړولو تګلاره ده دکوم له امله چې اسرايل نړيواله ورورولۍ کې يواځې کيږي.

هغه وويل ددواړو قامونو او سيمې امن او محفوظ راتلونکي لپاره ضروري ده چې داسرايل-فلسطين په ستونزه په ډاګه خبرې وکړى شي.

دامريکا خارجه وزير وويل داسرايل وزيراعظم ددوه رياستي حل په ډاګه ملاتړ کړى خو دهغه مشرۍ کې قايم حکومت داسرايل دتاريخ ترټولو قدامت پسند حکومت دى چې هلې ځلې يې ددې دحل په ضد دي.

هغه وويل واکمن ايتلاف کې شامل دښي اړخ ګوندونه په ډاګه ددوه رياستي حل په ضد کار کوي او ورته داسرايلي حکومت ملاتړ ترلاسه دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG