لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ سرلښکر د مسلم خان په ګډون د ۸ ترهګرو تيزندي تاييد کړې


حکومت په کال ۲۰۱۴م کې د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر برید وروستو  د دوه کالو دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړي وو.
حکومت په کال ۲۰۱۴م کې د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر برید وروستو  د دوه کالو دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړي وو.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د اته ؤ سخت دریزه ترهګرو د تېزندۍ سزا تایيدکړې ده.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا نن د شورو په ورځ جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې په سزاوار شوؤ ترهګرو کې په کراچۍ کې د شیعه اسماعیلیانو او مدني فعالې سبین محمود د وژنې، چيني انجینیرانو په تښتولو، امنیتي سرتېرو او عامو خلکو په وژنه کې ککړ مجرمان شامل دي.

د پوځي بیان ترمخه په سزاوار شوؤ کې مسلم خان هم شامل دی .

مسلم خان د تحریک طالبان سوات ویاند ؤ او هغه په کال ۲۰۰۹م کې د سوات د پوځي اپريشن په وخت کې نیول شوی ؤ.

پوځي بیان کې ویل شوي چې مسلم خان د عبدالرشید زوی او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې ویاند ؤ. او هغه د بې ګناه خلکو په وژنو، په وسله والو ځواکونو باندې بریدونو چې پکې د انسپکټر شېرعلي په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي او ۶۹ ژوبل شوي او مسلم خان د پوځي افسرانو نه په سرونو غوڅولو دوه چيني انجینیرانو تښتولو او عامو خلکو د تاوان دپاره تښتولو کې ککړ وو.

ائي اېس پي ار ویلي پوځي عدالتونو اته ؤ ترهګرو ته د تېزندۍ د سزا سره درېو ترهګرو ته د عمر بند سزا اورلې ده.

د ائي اېس پي ار ترمخه سزاوار شوي ترهګر د پوځي سرتېرو نه په سرونو غوڅولو او بې ګناه خلکو په وژنه کې ککړ ؤ. پوځي بیان کې ویل شوي په سزاوار شوؤ کې په کراچۍ کې د ۴۵ شیعه اسماعیلیانو او سبین محمود په وژنه کې ککړ ترهګر شامل دي. دغه رنګ دوي دوه چيني انجینیران تښتولي او خلک به يې د تاوان دپاره تښتول.

د پوځي بیان ترمخه په دغو ترهګرو په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوي او دوي د عدالت په وړاندې جرمونه منلي دي.

په سزاوار شوؤ کې حافظ محمد د افضل احمد زوی، علي رحمان د اصف الرحمان زوی، عبدالسلام د محمدنزیرالاسلام زوی او خرم شفیق د محمد شفیق زوی شامل دي. د دوي تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره وو او دوي د کراچۍ په سفورا سیمه کې د۴۵ اسماعیلیانو په وژنه او شپږو د ژوبلو ترڅنګ په کراچۍ کې د مدنې فعالې سبین محمود په وژنه کې هم ککړوو.

د دې ترڅنګ په نورو سزاوارو ترهګرو کې محمدیوسف، سېف الله او بلال محمود شامل دي او د دوي تعلق د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره ؤ او په ترهګرو عملیاتو کې ککړ ؤ.

حکومت په کال ۲۰۱۴م کې د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر برید وروستو د دوه کالو دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړي وو.

د کال ۲۰۱۵م په وړومبو کې د ائین په پوځي اېکټ کې د بدلون وروستو پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي او د هغې وروستو په ترهګرۍ او نورو جرمونو کې مجرمانو ته د تېزندۍ په سزا عمل کول پېل شوي وو.

دا وخت په ملک کې نهه پوځي عدالتونه جوړ دي چې پکې په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې درې درې، سندهـ صوبه کې دوه او بلوچستان کې یو عدالت موقعیت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG