لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد کې وسله والو زنانه خبرياله تښتولې


 دخبريالانو ديو سيمه ييز تنظيم ترمخه ځان ته حکومتي امنيتي ځواکونه ويونکو اتوو وسله والود افرح شوق القيسي کور ته ورغلي او کور کې په موجودو کسانو يې تشدد کړى.
دخبريالانو ديو سيمه ييز تنظيم ترمخه ځان ته حکومتي امنيتي ځواکونه ويونکو اتوو وسله والود افرح شوق القيسي کور ته ورغلي او کور کې په موجودو کسانو يې تشدد کړى.

دعراق په حکومت نيوکه کوونکې يوه زنانه خبرياله وسله والو پلازمينه بغداد کې دهغې دکور څخه تښتولې ده.

دخبريالانو ديو سيمه ييز تنظيم ترمخه ځان ته حکومتي امنيتي ځواکونه ويونکو اتوو وسله والو د افرح شوق القيسي کور ته ورغلي او کور کې په موجودو کسانو يې تشدد کړى.

وروستو وسله والو زنانه خبرياله ځان سره بوتله چې تراوسه يې پته نه ده لګيدلې، دعراقي چارواکو وينا ده وزيراعظم حيدارالعبادي امنيتي ځواکونو ته دافرح دلټون او پېښې دپلټنو امر کړى دى.

دعراقي تنظيم جرنلسټسک فريډمز آبزرويټري ترمخه دافرح کور ته داخل شوو وسله والو لوټ مار هم کړى او ځان سره يې کمپيوټر،موبايل فون، نغدې پيسې او سره زر وړيدي.

دافرح شمير دعراق هاغو خبريالانو کې کيږي چې په عراقي چارواکو دبډو رشوتونو له امله نيوکې کوي، اوس اوس هغې دکورنو چارو دوزارت ديو افسر په اړه يو راپور کې ويلي وو په مشکوکه توګه دغه اسر دخپلې لور سره جګړه کوونکي يو طالب علم ته دسزا نه ورکولو له امله دسکول پرنسپل سرعام وهلى ټکولى و.

دافرح دخبر ترمخه دغه پيښه دعراق دجنوبي ښار نصيريه يو سکول کې رامينځته شوې ده.

دعراق شمير خبريالانو لپاره دنړۍ خطرناکو هيوادونو کې کيږي، چرته چې هرکال ګڼ خبريالان دپيشه وارانه ذمه وارو دادا کولو په مهال خپل ژوند دلاسه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG