لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دزهرژنو شرابو څښلو له امله ٣٠ کسان مړه شوي


 دپوليسو ترمخه مبارک اباد سيمه کې دکرسمس په موقع ګڼو کسانو په غيرقانوني توګه تيار کړى شوي کورني شراب څښلي وو چې ورسره دهغوي حالت خراب شوى دى.
دپوليسو ترمخه مبارک اباد سيمه کې دکرسمس په موقع ګڼو کسانو په غيرقانوني توګه تيار کړى شوي کورني شراب څښلي وو چې ورسره دهغوي حالت خراب شوى دى.

دپاکستان دپنجاب صوبې ټوبه ټيک سنګهـ سيمه کې دکرسمس په موقع دزهرژنو شرابو څښلو له امله دمړو شوو کسانو شميره ٣٠و ته رسيدلې ده او تراوسه بيلا بيلو روغتونونو کې دشلو کسانو علاج روان دى.

دميډيا راپورونو ترمخه دټوبه ټيک سنګهـ په مبارک اباد سيمه کې دکرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونکو کسانو زهرژن شراب څښلي وؤ ، په ابتدايي توګه دشرابو څښلو له امله دمړو شوو کسانو شميره کمه وه خو وروستو نور کسان هم نازک حالت کې هسپتال ته منتقل کړى شول چرته چې تيره شپه نورو کسانو هم ساه ورکړه او دغسې دمړو شميره ديرشو ته ورسيده.

دپوليسو ترمخه مبارک اباد سيمه کې دکرسمس په موقع ګڼو کسانو په غيرقانوني توګه تيار کړى شوي کورني شراب څښلي وو چې ورسره دهغوي حالت خراب شوى دى.

سيمه ييزو پوليسو دزهر شرابو تيارولو شک کې ځينې کسان نيولي او دپېښې پلټنو لپاره دپوليس ديو لوړپوړي چارواکي مشرۍ کې ډله هم جوړه کړى شوې ده.

پاکستان کې دشرابو په اخستو او خرڅولو قانوني بنديز دى، خو په غيرمسلمو او غيرملکيانو ددغه قانون اطلاق نه کيږي او دغه خلک دلا ئسنس يافته شراب خانو څخه داجازت ترمخه شراب اخستى شي.

خو اکثره داسې خبرونه هم مخې ته راځي چې په غيرقانوني توګه کورونو کې دتيارو کړى شوو شرابو څښلو له امله خلک مري.

سږکال داکتوبر مياشت کې جهلم کې هم ددغه رقم شرابو څښلو له امله اووه کسان مړه شوي وو، دمارچ مياشت کې دسندهـ ټنډو محمد خان سيمه کې دزهرژنو شرابو له امله شل کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG