لاس رسیدونکی لینک

دافغانستان په اړه دماسکو په غونډه دکابل ناخوښي


 دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت وياند احمد شکيب  مستغني  په دې اړه  ويلي دي  دغونډې ايجنډا  هغوي لپاره  دانديښنې وړ معامله ده او زياته کړې يې ده  باوجود ددې چې دهغوي  په ايجنډا کې  بنيادي  پام  افغانستان ته ګرځول کيږي، کابل سره په دې اړه هيڅ مشوره نه ده شوې.

کابل ماسکو کې دنهې په ورځ دافغانستان په اړه دپاکستان،چين او روس په درې فريقي غونډه دناخوښۍ څرګندونه کړې ده.

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دراپور ترمخه دپاکستان، چين او روس دخارجه وزارتونو چارواکي به دنهې په ورځ ماسکو کې يوه غونډه کوي چې پکې به هغوي افغانستان کې ددولت اسلاميه دجنګيالو لخوا دهغوي پولو ته دڅيلمه مخ په زياتيدونکي تدريجي ګواښ جاج اخلي.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت وياند احمد شکيب مستغني په دې اړه ويلي دي دغونډې ايجنډا هغوي لپاره دانديښنې وړ معامله ده او زياته کړې يې ده باوجود ددې چې دهغوي په ايجنډا کې بنيادي پام افغانستان ته ګرځول کيږي، کابل سره په دې اړه هيڅ مشوره نه ده شوې.

دطلوع نيوز ترمخه مستغني ويلي دي دافغانستان دمشورې څخه پرته دافغانستان په اړه خبرې کول افغان ولس لپاره سختې پوښتنې راولاړوي.

دافغانستان دخارجه وزارت وياند ويلي دي هغوي په دې اړه پريشانه دي چې ددغه غونډې پشا به څه علتونه وي او غواړي چې اړونده خواوې ددې سپيناوى وکړي.

بل لوري ته دافغانستان دپارلمان غړو ويلي دي دکابل حکومت سره دافغانستان په اړه په ترسره کيدونکې غونډه صلاح مشوره نه کول داخلي معاملو کې يو ډاګيز مداخلت دى.

دايوان سپيکر عبدالروف ابراهيمي وينا ده هغوي ددغسې غونډو او راتلونکي کال کې دامنيت په اړه پريشانه دي.

دافغان پارلمان يو غړي صالح محمد صالح ويلي دي دهغوي سياستدانان يواځې په چوکو کښيني خو نور کسان ماسکو کې دافغانستان په اړه خبرې کوي.

دپاکستان دخارجه وزارت وياند نفيس زکريا دامريکا غږ انګريزۍ څانګې سره خبرو کې دروس دغونډې په اړه ويلي دي دسيمه ييز امن او ثبات او افغانستان دوضعيت په ګډون په معاملو خبرو لپاره دغه يو موجود فورم دى.

هغه ويلي دي دپاکستان خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري به داسلام اباد دهيئت مشري کوي، دچارواکو وينا ده چې راتلونکو غونډو کې ايران هم شامليدى شي.

دچين، پاکستان او روس دچارواکو وينا ده چې هغوي دګډو ګامونو علت دداعش لخوا افغانستان کې دپښو مضبوطولو هڅې دي.

داطلاعاتو ترمخه دافغان ولسمشر اشرف غني دملي يو والي حکومت ددرې فريقې غونډې په مقصدونو پوښتنه راولاړه کړې، دغه غونډه به دکابل داستازيتوب څخه پرته ترسره کيږي.

دبيجنګ، اسلام اباد او ماسکو وينا ده درې اړخيزه خبرې به افغان حکومت سره دمذاکراتو ميز ته دطالبانو راوستو لپاره لاره هواره کړي، دريواړه حکومتونه دطالبانو ډلې سره ښکاره تماسونه لري.

دروس او پاکستان دچارواکو وينا ده چې دامريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو او دهغوي دافغان شراکت دارانو لخوا پوځي عملياتو طالبان کمزوري کړي نه دي بلکې ددې پځايې يې داسې بې قابو سيمې يې پيدا کړي چرته چې دداعش پشان ترهه ګريزې ډلې خپلې پښې مضبوطولى شي.

XS
SM
MD
LG