لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي الوتکه چې پکې ۹۲ کسان سواره ؤ بحېره اسود کې غورځېدلې ده


امدادي  ادارو ته بحېره اسود کې په اته کلوميټره فاصله باندې د جهاز ملبه او يو لاش ترلاسه شوی دی.
امدادي  ادارو ته بحېره اسود کې په اته کلوميټره فاصله باندې د جهاز ملبه او يو لاش ترلاسه شوی دی.

د روس پوځي الوتکه د اتوار په سحر بحېره اسود کې غورځېدلې چې پکې د ناستو ۹۲ کسانو د بچ کېدو امکان ختم شوی دی.

چارواکي وايي په جهاز کې ۹۲تنه سواره وو چې د بحېره اسود ساحلي ښار سوچي نه د الوت کولو څو دقيقې پس يې د ريډار سره رابطه قطع شوې ده.

ټي يوـ ۱۵۴ الوتکه درې انجنې لري او د معمول مطابق د شام ښار لاذقيه ته په پرواز وه.

په الوتکه کې ۸۴ تنه او د عملې اته غړي سواره وو. د الوتکې د پېښې په اړه تراوسه کوم تفصیل مخې ته نه دی راغلی.

امدادي ادارو ته بحېره اسود کې په اته کلوميټره فاصله باندې د جهاز ملبه او يو لاش ترلاسه شوی دی.

د روس دفاعي چارو وزارت ويلي په دغه الوتکه کې د پوځي عسکرو نه علاوه د پوځي میوزک بېنډ ۶۴ غړي او نهه روسي خبریالان سواره وو، دوي په شام کې یوه هوايي اډه باندې د نوي کال دستورې نمانځلو له روان وو.

د روس د پارليمان اېوان بالاد دفاعي چارو کمېټۍ مشر وکټر اوزروف روسي خبري ادارې ته ویلي د جهاز غورځېدو کې د ترهګرۍ امکان نشته او کېدی شي چې جهاز د تکنيکي خرابۍ او يا د عملې غلطۍ له عمله د حادثې ښکار شوې وي.

د نوموړي په وېنا دا جهاز د پوځ په استعمال کې ؤ او د ترهګرۍ پکې هيڅ امکان نه شي کېدی.

روس ټي ېو ۱۵۴جهازونه د ۱۹۶۰ نه جوړول پېل کړي دي او نن د حادثې ښکار شوي جهاز په ۱۹۸۳ کې جو ړ کړی شوی وو.

د تباه شوې الوتکې په اړه د دفاع وزارت ویلي دا په کال ۱۹۸۳م کې تیاره شوې وه او په کال ۲۰۱۴م کې يې مرمت شوی ؤ.

په کال ۲۰۱۰م دغه ډول یوه الوتکه د پولېنډ د صدر لېف کازنسکي او نورو ۹۵ سره په هوايي اډه باندې د کوزېدو په وخت شوه او په الوتکه کې سواره ټول کسان مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG