لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیتي شورا کې د اسرائیل په ضد قرارداد قبول نه دی، نېتن یاهو


د اسرائيل وزیراعظم په خپل سمدستي غبرګون کې ویلي ( ملک يې د اسرائيل په ضد دغه شرمناک قرارداد ردوي او دا به عملي نه کړي).
د اسرائيل وزیراعظم په خپل سمدستي غبرګون کې ویلي ( ملک يې د اسرائيل په ضد دغه شرمناک قرارداد ردوي او دا به عملي نه کړي).

د اسرائيل وزیراعظم نېتن یاهو په لویدیځه کناره او ختيځ یروشلم کې د یهودي ابادو دپاره د ودانو د بندولو په اړوند د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د قرارداد په منظورېدو غصه ښکاره کړې او د دغه قرارداد وړاندې کوونکو ملکونو نیوزي لېنډ او سینیګال نه يې خپل سفیران بیرته بللي دي.

د خالي په ورځ نېتن یاهو د دغو دواړو ملکونو نه خپل سفیران بیرته بللي او علت يې د دوي سره صلاح کول ښودل شوي دي.

د جمعې په ورځ د یهودي ابادو ودرولو په اړه رایې شمارۍ دپاره د امنیتي شورا غونډه د دغو دواړو ملکونو نه علاوه د د وینزویلا او ملایشیا په خواست رابلل شوې وه.

مصر هم د دې په حق کې ؤ ولې د صدر عبدالفتح السیسي او نوي منتخب شوي امریکايي صدر ډونلډټرمپ ترمنځ د خبرو وروستو د زیارت په ورځ د دغه عمل نه په شا شوی ؤ.

امنیتي شورا کې دغه قرارداد منظور کړی شوی او په روایتي ډول د اسرائيل ملاتړ کوونکې امریکا په دغه غونډه کې ګډون نه درلود.

د اسرائيل وزیراعظم په خپل سمدستي غبرګون کې ویلي ( ملک يې د اسرائيل په ضد دغه شرمناک قرارداد ردوي او دا به عملي نه کړي).

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال مشاور خبریالانو ته ویلي امریکا د اسرائيل سره ولاړه ده ولې د اسرائيل حکومت پرله پسې د فلسطین نه نیولو علاقو کې د ابادکارو په اړه د واشنګټن د تحفظاتو خیال نه دی ساتلی.

هغه ویلي ( مونږ هر ډول هڅې کړي ولې نتیجې یې مخې ته رانغلي او هیڅ ګټه يې نه ده لرلې).

بل لورته د فلسطین یو لوړ پوړي مشاور صایب عریقاب د امنیتي شورا د قرارداد ستاینه کړې او دا يې د فلسطین د دریز دپاره منصفافه ګټه ګرځولې ده.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور په امنیتي شورا ټينګار کړی چې په خپله پرېکړه کلک ودریږي او د کومې خطرې پرواه ونه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG