لاس رسیدونکی لینک

نيتن ياهو وايي دامنيتي شورا اسرايل مخالفه قرارداد نه مني


دخالي په ورځ نيتن ياهو امر کړى چې ددغو دواړو هيوادونو څخه دې اسرايلي سفيران بيرته وطن ته ستانه شي چې وجه يې هغوي سره صلاح مشوره ښودل شوې ده.

داسرايل وزيراعظم بنجمن نيتن دملګرو ملتونو دامنيتي شورا لخوا داردن لويديز کې داسرايلو دميشت ځايونو ودانولو په ضد دغصې څرګندونه کړې او ددغه قرارداد دوړاندې کوونکو دوو هيوادونو نيوزي لينډ او سينيګال څخه يې خپل سفيران بيرته غوښتي دي.

دخالي په ورځ نيتن ياهو امر کړى چې ددغو دواړو هيوادونو څخه دې اسرايلي سفيران بيرته وطن ته ستانه شي چې وجه يې هغوي سره صلاح مشوره ښودل شوې ده.

دجمعې په ورځ ديهودي ميشت ځايونو دجوړولو دمخنيوي په اړه درايې شميرنې لپاره دامنيتي شورا غونډه ددغو دواړو هيوادونو ترڅنګ دوينزويلا او ملايشيا په خواست غوښتل شوې وه.

مصر هم ددې په حق کې و خو دصدر عبدالفتاح السيسي او نوي منتخب امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمينځ دخبرو وروستو قاهره ددغه عمل څخه پشا شوې وه.

امنيتي شورا کې دغه قرارداد منظور شوى او په روايتي توګه داسرايل مرسته کوونکي دويټو اختيار لرونکي هيواد امريکا دې کې برخه نه ده اخستې.

داسرايل وزيراعظم پخپل فوري غبرګون کې يو بيان کې ويلي هيواد يې " دا شرمناک اسرايل مخالفه قرارداد ردوي او په دې به عمل درامد نه کوي"

دسپينې ماڼۍ دملي امنيت مرستيال مشير بين روهډز خبريالانو ته ويلي امريکا اسرايل سره ولاړه پاتې شوې خو(داسرايل) حکومت پرله پسې دفلسطين په مقبوضه سيمو دابادکارۍ په اړه دواشنګټن تحفظات يواځې نظرانداز کړي.

بل لوري ته دفلسطين دصدر محمود عباس وياند دا قرارداد اسرايلي تګلارې لپاره سخته ضربه او دفلسطين ددريځ لپاره منصفانه ګټه ګرځولې ده.

ملګرو ملتونو کې دفلسطين سفير رياض منصور په امنيتي شورا ټينګار کړى چې پخپله پريکړه دې قايم پاتې شي او دکومې منفي خطرې پرواه دې ونه کړي.

XS
SM
MD
LG