لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرلن دبريد مشکوک بريدکوونکى وژل شوى،اطالوي وزير

دايټلي دکورنو چارو وزير مارکو مينيتي دجمعې په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي پوليس چارواکي دې خبره کې هيڅ شک نه لري چې کوم تن پوليسو سره نښته کې وژل شوى هغه انيس عامري و، څوک چې جرمني کې دکرسمس په بازار شوي بريد کې بنيادي مشکوک بريدکوونکى و.

داطالوي ميډيا ترمخه دبرلن بازار دحملې مشکوک بريدکوونکى انيس عامري ملن کې دپوليسو لخوا په ډزو وژل شويدى.

دايټلي دکورنو چارو وزير مارکو مينيتي دجمعې په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي پوليس چارواکي دې خبره کې هيڅ شک نه لري چې کوم تن پوليسو سره نښته کې وژل شوى هغه انيس عامري و، څوک چې جرمني کې دکرسمس په بازار شوي بريد کې بنيادي مشکوک بريدکوونکى و.

دپوليس سرچينو وينا ده چې پوليسو دمعمول ديوې ګزمې په مهال دميلن سره خواوشا کې دجمعې په ورځ دسيستو سين ګيووينو ريلوى سټيشن سره نزدې ٢٤ کالن تيونيسيايي تن اودرولى، دسرچينو وينا ده کله چې دغه تن ته دپيژندپاڼې يا شناختي اسنادو دښودو وينا وشوه نو هغه ټوپک راوويستو، بيا يې ډزې وکړې او پخپله دوژل کيدو څخه دمخه يې يو پوليس افسر ژوبل کړو.

برلن کې دکرسمس هاغه بازار بيا پرانستل شوى چرته چې يو تن په خلکو يو لويې ټرک ورخيژولى و او ١٢ کسان يې وژلي وؤ، دکرسمس پرانستل شوي بازار کې په ګڼ شمير کې پوليس موجودګي لري او خواوشا ته يې سخت خنډان اودرول شوي دي.

دايونټ منتظمينو دبازار دپرانستو پريکړه پرته له موسيقۍ يا سپينو بلبونو بلولو څخه کړې، ددې پځايې دپېښې په ځايې وژل شوو کسانو ته دعقيدت دپيرزوينو وړاندې کولو لپاره شمعې بلې کړى شوي او ګلونه ايښودل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG