لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوه اربه روپو  ورکولو په بدل د مشتاق رئیساني د خوشي کولو پرېکړه


د پلی بارګین لاندې د ا د کوم ملزم نه جمع کېدونکې یا بیرته اخستونکې تر ټولو زیاتې پېسې دي.
د پلی بارګین لاندې د ا د کوم ملزم نه جمع کېدونکې یا بیرته اخستونکې تر ټولو زیاتې پېسې دي.

د پاکستان د قامي احتساب ادارې (نېب) د بلوچستان صوبې د خزانې پخواني سېکتر مشتاق احمد رئيساني د (پلی بارګین) خواست منظور کړی دی.

د پلی بارګین لاندې به مشتاق رئيساني د کرپشن (فساد) په یو ه معامله کې دوه اربه روپۍ په قامي خزانه کې جمع کړي او هغه به خوشی کړی شي.

پلی بارګین څه شی دی؟ (د نېب د ارډيننس لاندې د کرپشن یا په غېرقانوني توګه د پېسو ترلاسه کولو په تور کې بند تن، په خپله خوښه د دغو پېسو بیرته واپس کولو دپاره د احتساب ادارې ته خواست کولی شي او د ادارې مشر يې منظوري ورکولی شی).

د نېب ویاند د ادارې د دغه پرېکړې په دفاع کې ویلي چې په قامي خزانې کې به دوه اربه روپۍ جمع کړی شي. هغه ویلي د پلی بارګین لاندې د ا د کوم ملزم نه جمع کېدونکې یا بیرته اخستونکې تر ټولو زیاتې پېسې دي.

د پلی بارګین لاندې به مشتاق رئیساني پېسې واپس کړي ولې هغه به د لسو کالو پورې د کوم بېنک نه قرضه نه شي اخستی او هغه به د دې وړ نه وي چې کومه سرکاري نوکري ترلاسه کړي.

مشتاق رئيساني باندې د ۴۰ اربه روپو د کرپشن کولو تور دی، ولې نېب په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

د روان کال د مئي په میاشت کې د قامي احتساب ادارې نېب چارواکو په کویټه کې هغه د خپل دفتر نه نیولی ؤ، او د هغې نه وروستو د رئيساني په کور چهاپه وهلی شوې او د ۷۰ کروړه روپو نه زیاته ملکي او غېرملکي کرنسي او کالي پتري ترې ترلاسه کړی شوي وو.

وروستو په کراچۍ او د ملک په ځينو نورو برخو کې هم د مشتاق رئيساني د قیمتي جایدادونو مالومېدو ویل شوي وو.

د یو دولتي چارواکي د کور نه په دومره ډېر مقدار کې د روپو ترلاسه کېدو وروستو په ملک کې دننه په سرکاري ادارو کې د کرپشن، فساد په اړوند تود بحث شورو شوی ؤ.

او چې کله د نېب لخوا د مشتاق رئيساني د (پلی بارګین) لاندې د خوشي کېدو پرېکړه شوې ده نو یو ځل بیا په دغه معامله بحث شورو شوی دی چې په سرکاري چوکو ناست خلک به د کرپشن کولو په لړ کې نور ډاډه شي چې د لُوټ کړو پېسو نه یو څه رقم بیرته واپس کړي او ځان به پرې خوشی کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG