لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د ولسي جرګې د وکیل په کور برید کې اته کسان وژل شوی


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سمدستي ډول د برید زمه واري قبوله کړې دی،
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سمدستي ډول د برید زمه واري قبوله کړې دی،

د افغان چارواکو په وینا تېره شپه کابل کې د ولسي جرګې د هلمند وکیل په کور باندې د وسله والو طالبانو په برید کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دی.

پوليس چارواکو د وسله والو برید کوونکو سره د افغان ځانګړي ځواکونو نښته ۱۳ ساعته وروستو د ټولو ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلې ده.

وسله والو د کابل د پينځمې ناحیې په خوشحال مینه کې د ولسي جرګې د هلمند وکیل معلم میر ولي په کور برید کړی وو.

معلم میر ولي پېښه کې د چت د لارې د وتلو په مهال لږ ژوبل شوی دی.

له دې وړاندې

تېره شپه ـ افغان امنیتي سرچینو وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی امکان دی چې بریدګرو په کور د میرمعلم د کورنۍ غړي او څو مېلمانه یرغمال کړي دي.

د وکیل په اړه لا مالومه نه ده خو ځايي مطبوعاتو ویلي د برید په وخت هغه په کور کې ؤ او د موقعې څخه په وتو کې بریالی شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سمدستي ډول د برید زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي ځانمرګو بریدګرو يې د مهمو مېلمانو او هلمند د امنیتي چارواکو په موجودګۍ کې په کور برید کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG