لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنسټي انټرنيشنل دپاکستان دمذهب دسپکاوي قانون کې دبدلون غږ کړى


ايمنسټي انټرنيشنل  دمذهب دسپکاوي قانون کې دسمدستي بدلونونو غوښتنه کړې او دپاکستان دحکومت څخه يې غوښتنه کړې ده چې  دقاضيانو، پوليسو او استغاثې  دتحفظ لپاره دې ګامونه واخلي.
ايمنسټي انټرنيشنل  دمذهب دسپکاوي قانون کې دسمدستي بدلونونو غوښتنه کړې او دپاکستان دحکومت څخه يې غوښتنه کړې ده چې  دقاضيانو، پوليسو او استغاثې  دتحفظ لپاره دې ګامونه واخلي.

دبشري حقونو دتحفظ نړيوالې ډلې ايمنسټي انټرنيشنل پخپل يو وروستي راپور کې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون کې دبدلونونو کولو وړانديز کړى دى او ويلي يې دي دغه قانون دبين المللي بشري حقونو قانون سره په مطاقت کې نه دى نو ځکه دې ددې دخاتمې لپاره هڅې وکړى شي.

ايمنسټي انټرنيشنل دمذهب دسپکاوي قانون کې دسمدستي بدلونونو غوښتنه کړې او دپاکستان دحکومت څخه يې غوښتنه کړې ده چې دقاضيانو، پوليسو او استغاثې دتحفظ لپاره دې ګامونه واخلي.

زياتره داقليتونو په ضد دکارول کيدو له امله دبشري حقونو کورنۍ او نړيوالې ډلې دپاکستان دمذهب دسپکاوي په قانون نيوکې کوي، ځکه ددغه قانون ترمخه که چرې يو عيني شاهد په چا دمذهب دسپکاوي تور ولګوي نو هغه نيول کيدى شي.

دادارې وينا ده پاکستان کې يې دمذهب دسپکاوي څخه دزيږيدونکو بشري حقونو په خلاف ورزو ددوو لسيزو څخه دزياتې مودې راهسې نظر ساتلى.

ددغه تازه راپور لپاره مارچ او نومبر کال دوه زره پينځلسم کې دپاکستان درې سفرونه شوي او دسلو څخه دزياتو کسانو، چې پکې قاضيان، وکيلان ، پوليس او دجيل افسران، دمذهب دسپکاوي دتورونو سره مخ کسان ، دذهني ناروغو ماهران ، دبشري حقونو کارکوونکي، خبريالان ، او نورو ادارو چارواکي شامل دي شامل دي، سره په دې اړه خبرې شويدي.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې دپاکستان دخپلواکه بشري حقونو دکميسيون يو چارواکي او پخواني قاضي شير محمدخان او دپاکستاني سينيټ دبشري حقونو دکميټې نصرين جليل دواړو پخپلو څرګندونو کې دايمنسټي انټرنيشنل(دوړانديزونو) تايد کړى او ويلي يې دي ددغه قانون غلط استعمال په پراخه پيمانه دى او پکې بدلون کولو ته اړتيا ده.

په پاکستان کې دمذهب سپکاوى زياته حساسه معامله ده چې په دغه ملک صرف کې دمذهب دسپکاوي په تورونو لګولو هم په زرګونو خلک راپاڅي اؤ هغوي قانون پخپلو لاسونو کې اخلي اؤ دمذهب په سپکاوي تورنو خلکو ته پخپله سزاګانې ورکوي.

په دغه ملک کې په يوې بلې عيسائي ميرمن عاصيه بي بي هم خلکو دمذهب دسپکاوي تور لګولى ؤ اؤ هغې ته دمرګ سزا اورول شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG