لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني پارلمان ايي ايس ايي سره دحساب کتاب کولو غږ

 دپبلک اکاونټس کميټې اشاره دپاکستان دسترې محکمې دکال دوه زره ديارلس دهاغه پريکړې په لوري وه چې پکې دخفيه ادارې دحساب کتاب لپاره غږ شوى و، دحساب کتاب کوونکې ادارې وينا ده هغوي دخفيه ادارو سره دحساب کولو هڅه کړې خو دايي ايس ايي سره په حساب کولو کې بريالي شوي نه دي.

دپاکستاني پارلمان دملي لګښتونو څارونکې ادارې،پبلک اکاؤنټس کميټې دشورو په ورځ ديوې غونډې څخه وروستوپه متفقه توګه دهيواد مرکزي حساب کتاب اخستونکې ادارې څخه غوښتنه کړې ده چې خپلې ذمه وارۍ دې پورې کړي دخفيه ادارو ايي ايس ايي او ايي بي دپټو خدماتو دپېسو دلګښتونو حساب کتاب دې وکړي.

دپبلک اکاونټس کميټې اشاره دپاکستان دسترې محکمې دکال دوه زره ديارلس دهاغه پريکړې په لوري وه چې پکې دخفيه ادارې دحساب کتاب لپاره غږ شوى و، دحساب کتاب کوونکې ادارې وينا ده هغوي دخفيه ادارو سره دحساب کولو هڅه کړې خو دايي ايس ايي سره په حساب کولو کې بريالي شوي نه دي.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې دپاکستاني پوځ پخواني بريګيډير سيد نظير په دغه اړه ويلي دي دا نوې خبره نه ده چې دپاکستان طاقتورې جاسوسي ادارې ايي ايس ايي دخپلو لګښتونو( دحساب ورکولو) څخه ډډه کوي، ضرورت ددې خبرې دى چې دا(ايي ايس ايي) تر روڼوالي لاندې راوستل شيدهغه وينا وه دخپل پټ نوعيت له امله ، دغه اداره خپل معاشي لګښتونه پټ ساتي او کيدى شي دا يې دکار دنوعيت ضرورت وي

بل لوري ته دپاکستان دقومي اسمبلۍ پبلک اکاونټس کميټي خبر کړى شوې چې مرکز کې د واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) حکومت دايي ايس ايي او ايي بي دلګښتونو دحساب کتاب اخستو څخه دغو ادارو ته استثنا ورکړې ده.

دپاکستان ايډيټر جنرل رانا اسد امين کميتې ته ويلي دي حکومت ددوه زره څوارلسم دفنانس ايکټ له لارې دايي ايس ايي او ايي بي داکاونټونو دحساب څخه استثنا ورکړې او هغوي ته دحساب اخستو لپاره اوس ددغه بل ترمخه حکومت څخه منظورۍ ته اړتيا وي.

رانا اسد دا هم ويلي دي دکال دوه زره ٢٠١٣م راهسې بيلا بيلو وزارتونو ته دپټو پېسو جاري کولو لړۍ ختمه کړى شوې خو ايي ايس ايي او ايي بي دواړه اوس هم پټې پېسې کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG