لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وايي پاکستان کې امن افغانستان کې امن پسې مشروط دى


” نړۍ کې وګورئ، دترهه ګرۍ ګراف سيوا کيږي، پاکستان هاغه يواځينى هيواد دى چرته چې دترهه ګرۍ ګراف لاندې راځي، دا وخت پاکستان کې دترهه ګرۍ کوم نيټ ورک يا هيډکوارټر نشته“
” نړۍ کې وګورئ، دترهه ګرۍ ګراف سيوا کيږي، پاکستان هاغه يواځينى هيواد دى چرته چې دترهه ګرۍ ګراف لاندې راځي، دا وخت پاکستان کې دترهه ګرۍ کوم نيټ ورک يا هيډکوارټر نشته“

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دعوه کړې ده چې دا مهال هيواد کې دترهه ګرۍ کوم نيټ ورک نشته او شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو ضرب عضب څخه ورسوتو تندلاري يا خو وژل شوي او يا دپولې پورې غاړې افغانستان ته تښتيدلي دي.

چوهدري نثار هيواد کې دترهه ګرو دختميدو دغه دعوه په داسې حال کې کړې ده چې دسږکال دپيل څخه په عمومي توګه ټول پاکستان او په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا،قبايلي سيمو او بلوچستان کې دترهه ګرۍ پېښو کې اضافه راغلې ده چې پکې دکويټې په روغتون بريد، دچارسدې په باچاخان يونيورسټۍ بريد، دمردان په ضلعي کچهرۍ شوى بريد، دمهمندايجنسۍ پايي خان کلي شوى بريد او پېښور کې دعيسويانو سيمه کې شوى بريد شامل دي، ددغو بريدونو ذمه واري جماعت الاحرار او داعش پشان ډلو قبوله کړې ده.

دشورو په ورځ افغان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ دلنډي کوتل په مقام دمليشه ځواکونو ځوانانو، افسرانو او ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار علي خان دعوه کړې ده پاکستان دنړۍ يواځينى هيواد دى چې پکې دترهه ګرۍ کچه کې کمى راغلى دى.

نړۍ کې وګورئ، دترهه ګرۍ ګراف سيوا کيږي، پاکستان هاغه يواځينى هيواد دى چرته چې دترهه ګرۍ ګراف لاندې راځي، دا وخت پاکستان کې دترهه ګرۍ کوم نيټ ورک يا هيډکوارټر نشته

چوهدري نثار وويل افغانستان سره دلګيدلې پولې دڅارنې دموثره کولو اړتيا ده ترڅو دپولې پورې غاړې څخه دترهه ګرو دتګ راتګ مخه ونيولى شي.

پاکستان په پاک افغان ګډه پوله دڅارنې دنظام دموثره کولو خبره په داسې حال کې کوي چې افغانستان دډيورنډ لاين په نوم دغه پوله په رسمي توګه نه مني او تيرو مياشتو کې دپاکستان لخوا دتورخم په پوله دګيټ جوړولو پسر ددواړو هيوادونو دامنيتي ځواکونو ترمينځ خونړۍ نښتې هم شوې وې چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هغه وويل دعامو خلکو دتګ راتګ په جامه کې ترهه ګر هم دواړو هيوادونو ته داخليږي دکوم لپاره چې دپولې دڅارنې دموثره کولو ګام ضروري دى.

چوهدري نثار دافغانستان لخوا په پاکستان دترهه ګرو په ضد دعملياتو نه کولو تورونه يوځل بيا رد کړل او وې ويل افغان حکومت دې دپاکستان او افغانستان د ولس دنه ختميدونکې رشتې درناوى وکړي.

هغه وويل افغان حکومت ته وايي چې دنورو په لمسه کې نه راځي او دنورو لوبه نه لوبوي، پاکستان دافغانستان په اړه زيات ښه جذبات لري،دپاکستان امن دافغانستان امن سره مشروط دى.

پاکستان تور لګوي چې ګاونډي رقيب هيواد هند يې دبې ثباته کولو لپاره افغانستان کې خپل اثرورسوخ کاروي، خو هند او افغانستان دواړه دغه تورونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG