لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان طالبانو بند کې دغيرملکي ښځې او خاوند ويډيو جاري


 دې ويډيو کې کاناډايي وګړى جوشوا بوايل، دهغه امريکايي ميرمن کيتلان کولمين او دهغوي دوه بچي ښودل شوي کوم چې دهغوي دبندي ساتلو په مهال زيږيدلي دي.
دې ويډيو کې کاناډايي وګړى جوشوا بوايل، دهغه امريکايي ميرمن کيتلان کولمين او دهغوي دوه بچي ښودل شوي کوم چې دهغوي دبندي ساتلو په مهال زيږيدلي دي.

دکاناډا حکومت شمالي افغانستان کې دتيرو څلورو کالونو راهسې دطالبانو بند کې دساتل شوې يوې جوړې دخوشې کيدو غوښتنه کړې ده، دغه غوښتنه دطالبانو لخوا ددغه جوړې او دهغوي د دوو بچو لړ کې دجاري شوې ويډيو څخه وروستو مخې ته راغلې ده.

دې ويډيو کې کاناډايي وګړى جوشوا بوايل، دهغه امريکايي ميرمن کيتلان کولمين او دهغوي دوه بچي ښودل شوي کوم چې دهغوي دبندي ساتلو په مهال زيږيدلي دي.

دغه ويډيو کې امريکايي زنانه کيتلان ولسمشر براک اوباما او نوي منتخب صدر ډونلډ ټرمپ څخه دخپلې کورنې خوشې کولو لپاره دګامونو اخستو غوښتنه کوي او وايي " مونږ د٢٠١٢م راهسې انتظار کوو چې څوک زمونږ په ستونزه پوهه شي"

هغوي دخپلو حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې دهغوي دخوشې کولو لپاره تښتونکو سره خبرې وکړي.

دغه ښځه او خاوند دطالبانو يوې ډلې حقاني نيټ ورک د٢٠١٢م اخره کې هاغه مهال تښتولي کله چې هغوي دياغيانو دمرکز وردک دسيلګرۍ دوره کوله.

دغه ويډيو کې دا جوړه دخپلو بچو سره په لمړي ځل ښودل شوې، له دې وړاندې سږکال داګست مياشت کې جاري شوې يوه ويډيو کې هغوي ويلي وو که چرې افغان حکومت دطالب بنديانو تيزندي کول بند نه کړل نو دهغوي تښتوونکي به هغوي ووژني.

دهغوي دتښتول کيدو څخه وروستو امريکايي حکومت دهغوي دخوشې کولو هڅې کړي خو دغه هڅې ګټورې نه دي ثابت شوي.

بل لوري ته حقاني نيټ ورک دخپل يو تندلاري کماندر انس حقاني دخوشې کولو غوښتنه کړې ده ، هغه افغان استخباراتي شبکې ٢٠١٤م کې نيولى و، دافغان حکومت لخوا هغه ته دمرګ سزا اورول شوې ده.

تراوسه دامريکا دخارجه محکمې او افغان حکومت لخوا دې لړ کې په فوري توګه کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG