لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میکسیکو: د اتش بازۍ د سامان په مارکیټ کې چاودنو ۲۹ کسان وژلي


د یوې لیسزې نه په زیاته موده کې د اتش بازۍ د څیزونو په دغه بازار کې دا درېمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.
د یوې لیسزې نه په زیاته موده کې د اتش بازۍ د څیزونو په دغه بازار کې دا درېمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.

میکسیکو کې د اتش بازۍ یا اور لوبې د موادو په بازار کې د شوو چاودنو له امله لږترلږه ۲۹ کسان مړه او ۷۰ نور ژوبل شوي دي.

د میکسیکو پلازمينې د ښار نه په لرې پرته علاقه ټولټیپک کې د نهې په ورځ خلک په ګڼ شمېر کې په دغه بازار کې موجود وو او د کرسمس او نوي کال د دستورو دپاره د اتش بازۍ په سامانونو اخستو کې بوخت ؤ چې ناڅاپه چاودنې وشوې.

د اتش بازۍ په موادو کې د چادونو سره پوره علاقه کې رنګ په رنګ لوګی خور شوی او چارواکو ویلي په بازار کې د اتش بازۍ د توکو ټول دوکانونه تباه شوي او نزدې ودانو ته هم زیان اوختی دی.

په دمه دمه د چاودنو له امله امدادي ټیمونه تر څو ساعتو موقعې ته نه دي رسېدلي.

د میکسیکو صدر انریک پینا نیئټونی په ټویټر خپل پېغام کې د پېښې ښکار شوو خلکو سره غمرازي کړې او د ژوبلو د زر روغتیا هیله يې څرګند کړې ده.

په ټيلي ويژن چينلو ښکاره کړی شوي چې په هوا کې رنګ رنګ لوګي او د اور لمبې هم لیدل شوي دي.

د یوې لیسزې نه په زیاته موده کې د اتش بازۍ د څیزونو په دغه بازار کې دا درېمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.

د میکسیکو ریاست ګورنر ایروئيل اویلا ویلی په دغه پېښه کې ۱۳ ماشومان د ۹۰فیصده نه زیات سوځېدلي دي او هغه د درملنې دپاره د امریکې ټېکساس ته لېږل شوي دي.

نوموړي پېښه کې د ککړو او هغوي ته د سختې سزا ورکول ژمنه هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG