لاس رسیدونکی لینک

٢٠١٦م کې په نړيواله کچه ٧٤ خبريالان وژل شوي،راپور


ددغه ډلې وينا ده چې که هر څو دکال ٢٠١٥م ديوسل يو وژل شوو خبريالانو په پرتله دغه شميره کمه ده خو ددې بنيادي علت دا دى چې زياتره خبريالان دهاغو هيوادونو څخه تښتيدلي چې (دهغوي لپاره) زيات خطرناک جوړ شويدي.

دميډيا يوې نړيوالې څارونکې ادارې رپورټرز وداوټ بارډرز ويلي دي سږکال ټوله نړۍ کې ٧٤ خبريالان او دميډيا کارکوونکي وژل شوي دي.

ددغه ډلې وينا ده چې که هر څو دکال ٢٠١٥م ديوسل يو وژل شوو خبريالانو په پرتله دغه شميره کمه ده خو ددې بنيادي علت دا دى چې زياتره خبريالان دهاغو هيوادونو څخه تښتيدلي چې (دهغوي لپاره) زيات خطرناک جوړ شويدي.

دار ايس ايف دراپور ترمخه ټوله نړۍ کې خبريالانو لپاره ترټولو خونړي هيوادونه شام،افغانستان، ميکسکو، عراق او يمن دي،دډلې وينا ده ١٩ خبريالان شام،١٠ افغانستان، نهه ميکسيکو، اووه عراق او پينځه يمن کې وژل شويدي.

افغانستان کې لس واړه وژل شوي خبريالان په ارادي توګه دهغوي دپيشې له امله وژل شوي دي.

سږکال چې کوم خبريالان وژل شوي په هغوي کې په دريوو کې دوه برخې دجنګ ساحه کې وو،تيرکال زياتره خبريالان په هاغو هيوادونو کې وژل شوي وو چې پکې امن دى ، لکه دپيرس دچارلي ايبډو بريد.

دار ايس ايف سيکرټري جنرل کرسټوف ډيلوير ويلي دخبريالانو په ضد زياتره تشدد ارادي دى او زياته کړې يې ده هغوي په واضحه توګه له دې امله په نخښه کيږي او وژل کيږي چې هغوي خبريالان دي.

دهغه وينا ده دغه خطرناک صورتحال په نړيواله کچه دخبريالانو دتحفظ لپاره دګامونو دنشتوالي غمازي کوي او په هاغو سيمو کې دازاد صحافت لپاره دمرګ وارنټ دى چرته چې په ميډيا دبنديزونو لګولو لپاره ټولې ممکنه ذريعې کارولى شي په ځانګړې توګه مينځني ختيځ کې دبنياد پرستو ډلو لخوا.

دغه ډلې دملګرو ملتونو په راتلونکي سيکرټري جنرل انتونيو ګټريس غږ کړى چې دخبريالانو تحفظ لپاره دې يو ځانګړى استازي وګماري.

XS
SM
MD
LG