لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي کې دروس سفير په ډزو وژل شويدى


 دروس دخارجه وزارت وياند ماريه زخاروفه پخلى کړى دى چې اندرى کارلوف  دټپونو تاب نه دى راوړى او ساه يې ورکړې ده.
 دروس دخارجه وزارت وياند ماريه زخاروفه پخلى کړى دى چې اندرى کارلوف  دټپونو تاب نه دى راوړى او ساه يې ورکړې ده.

ترکي لپاره دروس په سفير ترک پلازمينه انقره کې بريد شوى چې پکې هغه وژل شويدى.

دروس دخارجه وزارت وياند ماريه زخاروفه پخلى کړى دى چې اندرى کارلوف دټپونو تاب نه دى راوړى او ساه يې ورکړې ده.

له دې وړاندې دروس دخارجه وزارت وياند ويلي وو چې اندرى کارلوف په ډزو ويشتل شوى او هسپتال ته وړل شويدى.

خو رويټرز دروسي ار ايي اى خبري ادارې په اړه پخپل راپور کې ويلي دي روسي سفير کارلوف وژل شويدى.

دغه بريد کې دګڼو کسانو دژوبل کيدو اطلاع هم ترلاسه شوې ده.

دبرطانوي خبري شبکې دراپور ترمخه بريدکوونکي ويلي دي حلب مه هيروئ،شام مه هيروئ

اى پي ويلي دي ددوي دفوټوګرافرانو څخه يو دپېښې په ځايې کې و او ويلي يې دي يو تن چې سوټ او ټايي يې اغوستې وه د دالله اکبر چغه يې وهلې او لږ ترلږه اته ډزې يې کړيدي، بريدکوونکي په روسي ژبه کې څه لفظونه هم ادا کړي او ګڼو عکسونو ته يې زيان رسولى.

دغه ډزې هاغه مهال وشوې کله چې دروسي سفارتخانې په مرسته د روس دترکانو په نظر کې تر عنوان لاندې دتابيا شوې عکسونو يو نمايش کې برخه اخسته.

ترک خبري چينل اين ټي وي راپور ورکړى چې پوليسو وسله وال بريدکوونکى هم په ډزو ويشتلى او وژلى دى.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي ويلي دي امريکايي چارواکي دډزو دپېښې څخه خبر دي،هغه ويلي دي دتشدد ددغه پېښې غندنه کوي او دهغوي دعاګانې دهغه(روسي سفير) او دهغه دکورنۍ سره دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG