لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپټهان کوټ بريد منصوبه بندي مسعوداظهرکړې،هند


 په دوهمه جنورۍ پټهان کوټ کې په هوايي اډه دوسله والو بريد کې اووه هندي پوځيان وژل شوي وؤ، داتلسو ګينټو نښته کې څلور مشکوک بريدکونکي هم وژل شوي وؤ.
په دوهمه جنورۍ پټهان کوټ کې په هوايي اډه دوسله والو بريد کې اووه هندي پوځيان وژل شوي وؤ، داتلسو ګينټو نښته کې څلور مشکوک بريدکونکي هم وژل شوي وؤ.

هند کي پلټونکو سږکال دجنورۍ مياشت کې پاکستان ته نزدې سرحدي سيمه کې په پټهان کوټ هوايي اډه دشوي بريد پلټنې مکمل کړي او تور يې لګولى چې پلټنو څخه ثابته شوې ده چې ددغه بريد منصوبه بندي پاکستان کې دموجودې کالعدم تندروه ډلې جيش محمد مشر مسعوداظهر او دهغه دريوو نورو ملګرو کړې ده.

په دوهمه جنورۍ پټهان کوټ کې په هوايي اډه دوسله والو بريد کې اووه هندي پوځيان وژل شوي وؤ، داتلسو ګينټو نښته کې څلور مشکوک بريدکونکي هم وژل شوي وؤ.

دهند دترهه ګرۍ دمخنيوي يوې لويې ادارې نيشنل انويسټيګيشن ايجنسۍ( اين ايي اى) دګل پۀ ورځ دغه فردجرم وړاندې کړى او ويلي يې دي چې دبريد په مهال داوريدل شوو فون کالونو څخه پته لګيدلې چې څلور واړه بريدکوونکي(په مشکوکه توګه) پاکستان څخه راغلي وؤ.

دبين المللي خبري ادارې رويټرز ترمخه دپلټنو څارنې کوونکي هند دداخله وزارت يو چارواکي وينا ده چې مونږ غواړو چې پاکستان مولانا مسعود اظهر ونيسي او هند ته يې وسپاري

فردجرم کې ويل شويدي دهوايي اډې سره نزدې ځنګل څخه ترلاسه شوو خالي پيکټونو، جينياتي (ډي اين اى) تجزيې، واکي ټاکي سيټ او بريد لپاره اډې لپاره دکارول شوي ګاډي څخه دترلاسه شوي يو نوټ څخه پلټنو کې مرسته اخستل شوې ده.

تراوسه دپاکستان لخوا په دې اړه کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو پاکستان په ظاهره داسې ممکن نه ده چې پاکستان مسعود اظهر او دهغه نور درې ملګري ونيسي او خپل ګاونډي رقيب هيواد هند ته يې وسپاري.

ددغه بريد څخه وروستو هند ويلي وو پاکستان ته يې دعمل جوګه استخباراتي معلومات ورکړي وو دکومو په اساس چې پاکستان يوه ګډه پلټنيزه ډله هم جوړه کړې وه، ددغو پلټنو هيڅ نتيجه نه وه راوتلې ځکه چې پاکستاني ډلې ته هند کې ډير محدود رسد ورکړى شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG