لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو لویه سندرغاړې معشوق سلطان وفات شوې


هغې د خپل فني سفر اغاز د کال ۱۹۶۲م څخه د ریډیو پاکستان پېښور نه کړی ؤ
هغې د خپل فني سفر اغاز د کال ۱۹۶۲م څخه د ریډیو پاکستان پېښور نه کړی ؤ

د پښتو وتلې اولسي سندرغاړې معشوق سلطان د ګل په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۱ کالو په عمر کې په حق رسېدلې او په پېښور کې خاورو ته سپارل شوې ده.پښتنو هنرمندانو د هغې مړینه د پښتو سندرې دپاره ستر زیان ګرځولی دی.

معشوق سلطان د تېرې ډېرې مودې راهسې د شوګر او تور زیړي په ناروغۍ اخته وه او د هغې زوي وایس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې يې د مور طبعیت یو ناڅاپه خراب شو او روغتون ته يې ورسوله.

زوی یې وایي د روغتون نه په واپسۍ يې چې کله راوسته نود شپې دوه نیمې بجې يې ساه ورکړه.

د معشوق سلطان خپل نوم سلطان بي بي ؤ او د خېبرپښتونخوا د سوات د کبل سیمې سره نزدې په شاه ډهېرۍ کلي کې زېږېدلې وه. واده يې د مردان د یو کاروباري شخصیت ولایت حسېن سره شوی ؤ او وروستو يې په پېښور کې استوګنه اختیار کړې وه.

معشوق سلطان بي بي د پښتو وتلي موسیقار ارواښاد راحدت حسېن څخه باقاعده فني زدکړې ترلاسه کړې وې او وروستو بیا د رفیق شینواري، استاد شېرافګن او ګل خان بنوڅي شاګرده هم پاتې شوې وه.

هغې د خپل فني سفر اغاز د کال ۱۹۶۲م څخه د ریډیو پاکستان پېښور نه کړی ؤ او په اول ځل يې د ریډیو نه د خدای بخښلي فضل غني مجاهد دا سندره ویلې وه چې ( د عاشقي په لوی دریاب کې سېلابونو یوړم).

د دغه سندرې د ویلو څخه وروستو هغې د ریډیو نه نورې په سوؤنو سندرې وویلې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.

د ريډیو څخه وروستو معشوق سلطان په فلم او کېسټو کې هم سندرې وویلې او په څو پښتو فلمونو کې يې په خپله اداکاري هم کړې وه چې د هغې د جملې څخه یو مشهور فلم (جوارګر) هم دی.

د پاکستان حکومت ورته په غوره فني کارکردګۍصدارتي اېوارډ په کال ۱۹۹۶م کې ورکړی ؤ او د دې ترڅنګ يې په لسګونو نور اېوارډونه ګټلي وو.

د پښتو ستر سندرغاړی استاد خیال محمد د معشوق سلطان په مړینه زیات خفه دی او ډیوه ویب پاڼې ته يې وویل د معشوق سلطان په رنګ لوی فنکاران په زمانو پس پېدا کيږي. هغه وویل د معشوق سلطان سره يې ډېرې خوږې ترخې ورځې تېرې شوي او ډېر سفرونه يې ورسره کړي او ډېرې سندرې يې هم په یو ځای ویلي دي.

خیال محمد استاد وايي د معشوق سلطان په اواز کې خدای پاک یو قدرتي خوږوالی اېښودی ؤ او په سُور يې مکمل عبور حاصل ؤ.

د پښتو یوه بله ستره سندرغاړې ماجبین قزلباش هم د معشوق سلطان په مړینه ژوره خواشينې ښودلې او وايي معشوق سلطان بي بي چې د پښتو کلتور او ژبې څومره خدمت کړی ؤ نو پکار ده چې د ژوند په وروستۍ برخه کې يې حکومت کلکه پاملرنه کړی وی خو د بده مرغه هغه زمونږ نه په نېستو او ناروغو کې مړه شوه.

معشوق سلطان د خپل فني ژوند په لړ کې امریکا، برطانیه، کېنېډا، فرانس، بلجیئم او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي وو او دغلته یې د خپل فن مظاهره کړې وه.

معشوق سلطان د څلورو زامنو او دوه لوڼو مور وه، ولې یو پکې هم د هنر د دنیا سره نه دی تړل شوی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG