لاس رسیدونکی لینک

خېبرايجنسي : بمي چاودنه کې يو تن مړ،١٥ ژوبل


دسرچينو وينا ده چې دجمرود غاړيزه سيمه کې دنامعلومو کسانو دواده ديوې دستورې په مهال حجره کې دلاسي بم چاودنه کړې ده چې پکې يو اووه کالن ماشوم وژل شوى او پينځلس کسان ژوبل شويدي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ جمرود سيمه کې دواده ديوې دستورې په مهال دلاسي بم چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى او پينځلس کان ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دجمرود غاړيزه سيمه کې دنامعلومو کسانو دواده ديوې دستورې په مهال حجره کې دلاسي بم چاودنه کړې ده چې پکې يو اووه کالن ماشوم وژل شوى او پينځلس کسان ژوبل شويدي.

ژوبل کسان دعلاج لپاره دپېښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته رسول شوي دي.

دسرچينو وينا ده دچاودنې وروستو چې سيمې ته خاصه دار عسکر ورسيدل نو په هغوي وسله والو ډزې وکړې خو پکې کومه مرګ ژوبله نه ده رامينځته شوې.

دخېبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالدمحمود، اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ او تحصيلدار جمرود هم دژوبل شوو کسانو پوښتنه کړې ده.

دخېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا يو بيان کې جمرود کې دواده دستوره کې دشوې چاودنې غندنه کړې او ددې دپلټنو امر يې کړى دى.

XS
SM
MD
LG