لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډټرمپ دداعش دخاتمې ژمنه تکرار کړې


 خو هغه دفلوريډا رياست ارلينډو ښار کې ديو لاريون په مهال کومه داسې خاکه نه ده وړاندې کړې چې ترې معلومه شي چې هغه به دغه برياليتوب څنګه ترلاسه کوي.
خو هغه دفلوريډا رياست ارلينډو ښار کې ديو لاريون په مهال کومه داسې خاکه نه ده وړاندې کړې چې ترې معلومه شي چې هغه به دغه برياليتوب څنګه ترلاسه کوي.

دامريکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ دداعش په چټکتيا سره دچقولو په اړه دانتخابي مهم په مهال شوې خپله ژمنه يوځل بيا تکرار کړې ده.

خو هغه دفلوريډا رياست ارلينډو ښار کې ديو لاريون په مهال کومه داسې خاکه نه ده وړاندې کړې چې ترې معلومه شي چې هغه به دغه برياليتوب څنګه ترلاسه کوي.

هغه دواشنګټن په موجوده خارجه تګلاره هم نيوکه کړې ده.

ټرمپ ويلي دي ديوې مودې راهسې مونږ هاغو هيوادونو کې چې نومونه به يې نه وي اوريدلي، ديو څخه بل کې مداخله کوو،هغه وويل دا غيردانشمندي ده او مونږ به يې مخه نيسو

دارلينډو دلاريون مقصد دښاغلي ټرمپ يو زيات مهم رياست کې دانتخاباتو دورځې دبرياليتوب ستاينه کول وؤ.

ريپبلکن پارټۍ سره تعلق لرونکى ډونلډ ټرمپ فلوريډا کې زيات جايدادونه لري او هغه دا خپل دوهم کور ګڼي.

ښاغلي ټرمپ دخپل انتخابي مهم دزياتو موضوع ګانو يادونه کړې چې پکې دغيرقانوني مهاجرينو دله مينځه وړل، دولسمشر براک اوباما دصحت په اړه داستطاعت دجوګه ايکټ منسوخي، په تجارتي تړون بيا دسره خبرې اترې او ملکي معيشت بيا دسره پياوي کول شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG