لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماتې خوړو زمه وار يې روس دی، هېلري کلنټن


هېلري کلنټن د زیارت په شپه نیویارک کې خپلو پلویانو ته وینا کړې ده.
هېلري کلنټن د زیارت په شپه نیویارک کې خپلو پلویانو ته وینا کړې ده.

هېلري کلنټن د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د خپلې ماتې خوړو زمه وار روس ګرځولی او ویلي يې دي د روس صدر ولاديمير پيوټن د هغې نه شخصي شکایت لري.

د تېرې میاشتې په انتخاباتو کې د ماتې خوړو وروستو چې په رسمي ډول نه وه ښکاره شوې هېلري کلنټن د زیارت په شپه نیویارک کې خپلو پلویانو ته وینا کړې ده.

نیویارک ټائمز تر ټولو وړاندې دا خبر خپور کړی ؤ چې پکې کلنټن ویلي ؤ، (پيوټن په شخصي توګه زمونږ انتخابي عمل کې زمونږ د جمهوریت په ضد د پټو سائبر بریدونو وینا کړې ځکه چې هغه ته زما نه په شخصي توګه شکایت ؤ).

د امريکا استخباراتي اداره سي ايي اى دې نتيجې ته رسيدلې چې روسي هيکرانو د ډيموکريټک پارټۍ کمپيوټرو پورې لاس رسولی ترڅو د هيلري کلنټن د مهم په اړه ممکنه پريشانه کونکي ايمېلونه عام کړى شي چې ظاهري مقصد يې تيره مياشت ټولټاکنو کې د ريپبلکن ډونلډ ټرمپ مرسته کول ؤ.

دسپينې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو وينا ده دغسې دولسمشر ولاديمير پوتن دککړتيا يا د هغه دنيغ په نيغه علم څخه پرته نه شي کېدى. ماسکو دغه تور خندنى ګرځولى دی.

د ډیموکريټک ګوند صدارتي کانديدې ویلي د پیوټن ځکه نه ده خوښه چې کله خارجه وزیره وه، هغې په کال ۲۰۱۱ م کې د روس په پارلماني ټاکنو کې د درغلۍ خبره کړې وه.

هېلري کلنټن غونډې ته په وینا د مرکزي پلټنیزې ادارې ( اېف بي ائي) د مشر جېمزکومي یادګېرنه هم کړې او هغه هم د خپلې ماتې زمه وار ګرځوي، هغې ویلي د انتخاباتو نه یواځې څو وړاندې کومي د هغې د شخصي ايمېلونو بیا پلټنو کولو پرېکړه وکړه او د دغسې کېدو له سببه په څو ریاستونو کې د هغې انتخابي زغل اغېزمن شو.

ولې کلنټن په خپله وینا کې زیاته توجه روس پله ساتلې او ویلي يې دي په دې اړوند ازادې پلټنې کېدل پکار دي.

بل لور ته د جمعې په ورځ صدر باراک اوباما د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي چې د ستمبر په میاشت کې يې د روس صدر ولاديمیرپيوټن د ډیموکریټک ګوند د کمپیوټر هېنکنګ بریدونو په اړه خبر کړی ؤ او د هغې وروستو بیا هېکنګ نه دی شوی.

د نوموړي نه چې پوښتنه وشوه هغه باوري دی چې د ډیموکريټک صدارتي کاندیدې هېلري کلنټن په انتخاباتو کې د ماتې خوړو زمه وار هېکنګ دی؟ نوموړي نېغ په نېغه د ځواب کولو څخه ډډه وکړه او وې ویل ( زه غواړم د دې ښار ټول څيړنکار په دې بحث کې برخه واخلي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG