لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او چین ته مې د هېکنګ نه کولو ویلي ؤ، اوباما


اوباما وویل چې کله د دې خبرې پخلی وشو چې د ډيموکریټک مشرتابه د هېنکنګ ښکار شوې، نو انتظاميې اړونده کسانو سره دغه خبره شریکه کړې وه.
اوباما وویل چې کله د دې خبرې پخلی وشو چې د ډيموکریټک مشرتابه د هېنکنګ ښکار شوې، نو انتظاميې اړونده کسانو سره دغه خبره شریکه کړې وه.

د امریکا صدر باراک اوباما ویلي د ډيموکریټک ګوند د هېکنګ د تور په اړه يې د ستمبر په میاشت کې د روس صدر ولاديمیر پیوټن سره خبرې شوې او د دغو خبرو وروستو هېکنک دوام نه درلودی.

صدر اوباما دغه خبره د جمعې په ورځ د کال په اخره کې سپينه ماڼۍ کې راجوړې خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي ویلي (مونږ په ساده ټکو کې ویلی شو چې دا حقیقت دی او د استخباراتو د ارزونو په اساس دي، او په پایله کې روس د ډي اېن سي د هېکنګ زمه وار دی، دا زمونږ دپاره مهمه ده چې په راتلونکې د سائبر بریدونو نه د بچ کېدو او لاس وهنې د عناصرو مخنیوی وکړو).

د نوموړي نه چې پوښتنه وشوه هغه باوري دی چې د ډیموکريټک صدارتي کاندیدې هېلري کلنټن په انتخاباتو کې د ماتې خوړو زمه وار هېکنګ دی؟ نوموړي نېغ په نېغه د ځواب کولو څخه ډډه وکړه او وې ویل ( زه غواړم د دې ښار ټول څيړنکار په دې بحث کې برخه واخلي).

اوباما وویل چې کله د دې خبرې پخلی وشو چې د ډيموکریټک مشرتابه د هېنکنګ ښکار شوې، نو انتظاميې اړونده کسانو سره دغه خبره شریکه کړې وه. نوموړي وویل هغه ته اندېښنه وه چې انتخابي عمل ته (په څه ډول هم کوم زیان ونه رسي).

اوباما ویلي (دا په رسمي ډول د جاسوسۍ کومه پېچلې لړۍ نه وه).

د نوموړي په وینا (هغوي د ډي اېن سي ځينې ايمېلونه هېک کړي چې پکې د عام ډول مواد وو، او په هغې ځينې د خفګان وړ ؤ او دغه سلسله روانه شوه، د هغې تعلق زما سره دی او زمونږ ټولو سره یې تعلق پکار دی).

صدر اوباما په رسنیو هم نیوکې کړي چې د ايمېلونو هېک کولو پله يې ډېره توجه اړولې وه.

نوموړي ویلي دغه ډول اندېښنې يې د چين په وړاندې اېښودي او دچین صدر شي ژينپینګ سره يې هم دغه خبره کړې وه.

له دې وړاندې دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي ؤ امريکا به دروس يا کوم بل هاغه بهرني حکومت په ضد ګامونه اخلي چې امريکايي ټولټاکنو کې يې دمداخلت هڅه کړې.

بلخوا روس دامريکا لخوا صدارتي ټولټاکنو کې دروس دککړتيا د تور په ردعمل کې ويلي امريکا دې دروسي هيکنګ ثبوت مخې ته راوړي او يا دې خاموشه شي.

دروسي صدر ولاديميرپوتن وياند ويلي دي امريکا ته خو يا دا خبره ختمول پکار دي او يا دې ثبوت وړاندې کړي.

دامريکا نيشنل پبلک ريډيو سره يوه مرکه کې ولسمشر براک اوباما ویلي” زما په خيال دې کې کوم شک نشته چې کله يو بهرنى حکومت زمونږ دټولټاکنو په سالميت داثرانداز کيدو هڅه کوي، نو مونږ ته به کارروايي کول وي، او مونږ به يې کوؤ“.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG