لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داى پي ايس سانحې دهرماشوم دوينې حساب به اخلو،جنرال باجوه


هغه وويل  دترهه ګرۍ تر خاتمې  او دهر ماشوم دوينې حساب اخستو پورې به هغوي په ارام نه کښيني
هغه وويل  دترهه ګرۍ تر خاتمې  او دهر ماشوم دوينې حساب اخستو پورې به هغوي په ارام نه کښيني

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دترسره شوي ترهه ګريز بريد نن دوه کاله پوره شويدي.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په ورسک روډ موقعيت لرونکي دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول وسله والو جنگيالو خونړى بريد کړى ؤ اؤ د١٣٤ؤ ماشومانو په ګډون يې ١٥٠ کسان په بې دردۍ سره وژلي وؤ.

دارمي پبلک سکول پېښه کې وژل شوو طالب علمانو او استاذانو ته دعقيدت وړاندې کولو لپاره دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې دسياسي، ټولنيزو تنظيمونو، مدني ټولنې، غيرسرکاري او تعليمي ادارو په تابيا دستورې کولى شي چې پکې به دپېښې ښکار شوو کسانو لپاره قران خواني او دعاګانې کولى شي.

داى پي ايس دسانحې مرکزي دستوره دپېښور په ارمي پبلک سکول کې شوې چې پکې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه ،دخېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او نورو مشرانو هم ګډون کړى

په دې موقع دستورې ته د وينا په مهال جنرال باجوه وويل داى پي ايس دسانحې" شهيدانو" وينه په هغوي قرض دى او دهر ماشوم دوينې حساب به اخستى شي، هغه وويل په اى پي ايس دبريد وخت ټول هيواد لپاره سخت و او داسې محسوسيده چې ګنې هغوي به ددغه درد څخه بيا را ونه اوځي خو هغوي دهاغه وخت څخه راووتل او ددښمن په وړاندې مضبوط اودريدل.

هغه وويل دترهه ګرۍ تر خاتمې او دهر ماشوم دوينې حساب اخستو پورې به هغوي په ارام نه کښيني، جنرال باجوه وويل هغوي خپل بچي نه دي هير کړي، بهادره پرنسپله طاهره قاضي او هاغه ځوانان عسکر چې دهغوي په قربانو سره هيواد مضبوط شو.

په دې موقع پوځي افسران، دسکول عمله او دوژل شوو ماشومانو دکورنو غړي هم موجود وؤ.

په دې موقع دپاکستان داطلاعاتو دمملکت وزيرې مريم اورنګزيب وويل په کال ٢٠١٤م کې چې دکوم درد څخه دماشومانو موروپلار تير شوي دهغې څخه ټول قام تير شوى.

دهغې وينا وه ددغه بريد څخه وروستو دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره عمل درامد وکړى شو

نورو ښارونو کې به ددغه سانحې په ياد کې شمعې روښانه کولى شي او دترهه ګرۍ دښکار شوو کورنو غړو سره به ديو والي څرګندونه کولى شي.

داى پي ايس سانحې په ياد کې دکومې ممکنه بدې پېښې مخنيوي لپاره دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور په ګډون دچارسدې او مردان سرکاري او شخصي تعليمي ادارې تړلې دي.

پاکستان کې رامينځته شوى دغه ترټولو خونړى ترهه ګريز بريد و، ددغه بريد څخه وروستو پاکستان تيزنديانو څخه بنديز پورته کړى و،شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې يې چټکتيا راوستې وه او ديو ايني بدلون له لارې يې پوځي عدالتونو ته دترهه ګرۍ پېښو کې په ککړو کسانو پوځي عدالتونو کې دمقدمو چلولو واک ورکړى و، په دوهم دسمبر کال ٢٠١٥م کې پاکستان دپېښور سکول سانحه کې ککړ څلور تندلاري تيزندي کړي وو او ددغه بريد مرکزي منصوبه جوړونکى عمر خراساني سږکال په نهمه جولايي دافغانستان په ختيځه برخه کې دډرون يو بريد کې وژل شوى و.

تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) په ارمي پبلک سکول دبريد ذمه واري قبوله کړې وه او ويلي يې وو چې دا شمالي وزيرستان کې ٢٠١٤م کې دپوځ لخوا دپيل کړى شوو عملياتو ضرب عضب انتقام ؤ.

دټي ټي پي وياند محمد عمر خراساني په هاغه مهال خپل يو بيان کې ويلي وو " مونږ سکول ځکه په نخښه کړو چې پوځ زمونږ کورنۍ په نخښه کوي،مونږ غواړو چې هغوي زمونږ درد محسوس کړي،زمونږ شپږ جنګيالي ارمي سکول ته داخل شول او مونږ هغوي ته دبهر څخه لارښوونې کولې"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG