لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: چکوال کې د احمدي ډلې په عبادتخانه برید شوی


د احمدي ډلې ویاند سلیم الدین ویلي په عبادت خانه یې برید د منصوبې لاندې شوی دی، 
د احمدي ډلې ویاند سلیم الدین ویلي په عبادت خانه یې برید د منصوبې لاندې شوی دی، 

د پاکستان پنجاب صوبې په چکوال سیمه کې په ګڼ شمېر قهرژن خلک د احمد ډلې په عبادتخانه ورختلې، ولې چاوراکو ویلي حالات قابو کړی شوي دي.

د احمدي ډلې د خبرپاڼې ترمخه دغه پېښه د چکوال ضلعې به دوالمیال کلي کې د ګل په ورځ د پېغمبر اسلام (ص) د زوکړې د ورځې نمانځلو په مهال رامنځته شوې ده او نزدې ۱۰۰۰ قهرژن کسانو د احمدي ډلې په عبادت خانه برید کړی دی.

خبر پاڼه کې ویل شوي چې خلکو په عبادت خانه د قبضې دپاره ګټې ورولي او ډزې کړي د کوم په نتیجه کې چې عبادت خانه کې موجود یو احمدي خالد جاوېد د خفګانه مړ شوی دی.

بیان کې زیاته کړی شوې پولیس راغلي عبادت خانه کې موجود خلک يې بهر ویستي ولې د هغې وروستو قهرژن مظاهره چیان عبادت خانې ته ننوتي او هلته موجود سامان يې راټول کړی او اُور يې ورته اچولی دی.

د چکوال مرستیال کمشنر محمود جاوېد بهټي او پولیس چارواکو د پېښې پخلی کړی دی او کمشنر ویلي چې پولیس خلک د دغه ځایه لري کړی او د عبادت خانې ودانی یې خوندي کړی دی.

د ځايي پولیس تهاڼې مشر محمدنواز رسنیو ته ویلي خلک د موقعې نه په شا کړی شوي او حالات اوس قابو دي. نوموړي پېښه کې د کومې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

د پنجاب صوبايي حکومت په ټویټر ویلي، د صوبې داخله محکمه د چکوال پېښه څاري او زیاته کړې يې پولیس او انتظامیې حالات سمبال کړي او زیاته کړی شوې ده چې هر څوک قانون منلو ته پابند دی او چاته به د قانون د سرغړونې اجازه نه ورکړی کيږي.

د احمدي ډلې ویاند سلیم الدین ویلي په عبادت خانه یې برید د منصوبې لاندې شوی دی، نوموړي ویلي له دې وړاندې يې انتظامیه په دې خبر کړې وه چې په علاقه کې احمدي ډلې ته دړکې دي ولې د هغې باوجود کوم اقدامات ونه شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG