لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: د روس هوايي بریدونو د پالمیرا نه د داعش جنګیالي په شا تمبولي


د څار ډلې ویلي د پالمیرا ښار نه بهر جګړه روانه ده.
د څار ډلې ویلي د پالمیرا ښار نه بهر جګړه روانه ده.

په شام کې څارونکو او د روس د دفاع وزارت ویلي د اتوار په ورځ د شام ۶۰ هوايي بریدونو تاریخي ښار پالمیرا نه د داعش وسله وال ویستو ته اړ کړي دي او تُندلاري اوس نه شي کولی چې په ښار کې نوره جګړه وکړي.

برطانیه کې د بشري حقونو د څار ډلې رامي عبدالرحمان ویلي( د تېرې شپې راهسې د روس هوايي بریدونو ،چې د پالیمرا نه د داعش جنګیالي بهر کړي، جهادیانو څو ساعته وروستو ښار بیرته په ولقه کې اخستی دی).

د څار ډلې ویلي د ښار نه بهر جګړه روانه ده.

د روس د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د روس جنګي الوتکو په پالمیرا کې په ۶۴ هوايي بریدونو کې (د داعش ځالې، کاروانونه او وسله وال په هدف کړي دي).

د روس وزارت ویلي ( تېره شپه د روس د هوايي ځواکونو د بریدونو په ملاتړ د شام دولتي پوځ په پالمیرا کې د ترهګرو ټول بریدونه ناکامه کړي دي).

روس ویلي هوايي بریدونو کې یې ۳۰۰ ترهګر، موټري ځانمرګي برید کوؤنکي بمبار، د وسلو ډک ګاډي، ۱۱ ټېنکونه او ۳۱ ګاډي تباه کړي دي.

پالیمرا کې د خالي په ورځ د داعش د وسله والو د حکومتي ځواکونو سره جګړه روانه وه. د بشري حقونو د څار ډلې ویلي د داعش وسله وال په وروستیو کې د تیلو تاسیساتو او نورو مهمو پوستو اخستو وروستو یو مهم روغتون ته په رسېدو کې بریالي شوي دي.

نزدې نهه میاشتې وړاندې د شام ځواکونو د روسي اتحاد په ملاتړ داعش د دغه ښار څخه بهر کړې او هغه وخت دغسې کېدل د تُندلارو دپاره غټه ضربه ګرځول شوې وه.

د بشارالاسد د حکومت لخوا داعش سره د خالي د ورځې په جګړه کې د اوختي تاوان په اړه څه نه دي ویل شوي، ولې د څار ډلې د جمعې په ورځ ویلي د دمشق اتحادي ۵۰ عسکر پکې وژل شوي دي.

څارونکو د شام په شمال کې پروت حلب ښار په جنوب ختیځ کې د سختې جګړې خبر ورکړی دی.

د حلب دغه برخه د یاغیانو او بله د شام د پوځ او اتحادیانو په ولقه کې ده، ولې څو ورځې وړاندې دولتي ځواکو د یاغیانو نه ۷۰ فیصده برخه بیرته اخستې ده.

د څار ډلې ویلي د جمعې په ورځ دغلته د دولتي پوځ په ګوله بارۍ کې لږترلږه ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور د یاغیانو د ګوله بارۍ ښکار شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG