لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې دبشري حقونو ورځ نمانځلى شي


 دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې ددغه ورځې په مناسبت سار لاريونونه وتلي ، دستورې او سيمينارونه شوي چې پکې هيواد کې دبشري حقونو په وضعيت خبرې اترې شوي او دبشري حقونو دوضعيت ښه کولو لپاره حکومت ته وړانديزونه شويدي.
دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې ددغه ورځې په مناسبت سار لاريونونه وتلي ، دستورې او سيمينارونه شوي چې پکې هيواد کې دبشري حقونو په وضعيت خبرې اترې شوي او دبشري حقونو دوضعيت ښه کولو لپاره حکومت ته وړانديزونه شويدي.

نن دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دبشري حقونو نړيواله ورځ ددې ژمنې سره نمانځلى شي چې پرته له کوم امتياز څخه به دټولو خلکو دبنيادي حقونو تحفظ باوري کولى شي

دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې ددغه ورځې په مناسبت لاريونونه وتلي ، دستورې او سيمينارونه شوي چې پکې هيواد کې دبشري حقونو په وضعيت خبرې اترې شوي او دبشري حقونو دوضعيت ښه کولو لپاره حکومت ته وړانديزونه شويدي.

پاکستان کې دبشري حقونو دغه ورځ په داسې حال کې نمانځلى شي چې دزنانه ؤ حقونو لپاره کارکوونکې ډلې تيره ورځ عورت فاونډيشن بلوچستان کې په زنانه دتشدد په ضد دقانون سازۍ باوجود دهغوي په ضد دتشدد دمخ په زياتيدونکو پيښو دانديښنې څرګندونه کړې ده.

تيره ورځ امريکا غږ سره دعورت فاونډيشن بلوچستان يو افسر اشفاق مينګل ويلي وؤ په زنانه وو دتيزابو شيندونکو ته دسزا ورکولو او کم عمرۍ کې دواده په ضد دقوانينو مسوده تياره کړى شوې ده کومه چې به دصوبايي اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې وړاندې کولى شي.

دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې دروادارۍ تحريک په نوم ډلې لخوا پريس کلب ته نزدې يو لاريون شوى چې پکې زنانه، ماشومانو او دټولنې بيلا بيلو برخو سره تعلق لرونکو خلکو ګډون کړى چې پکې دښختو په بهتو کې کارکوونکي خواري کښ، خواجه سرا، معذوره او مذهبي اقليتونه هم شامل دي.

دغونډې برخه والو دبشري حقونو دوضعيت ښه کولو لپاره دګامونو دنه اخستو له امله دحکومت په ضد نعرې وهلي او حکومت يې د ولسي وګړو دبنيادي حقونو تحفظ باوري کولو کې ناکامه بللى دى.

په دغه موقع دسنټر فار هيومن رايټس ايجوکيشن-پاکستان ډايريکټر او دروادارۍ تحريک مشر سيمسن سلامت ويلي دي دبشري حقونو ډله دحکومت او سرکاري ادارو لپاره دا يادونه ده چې دبشري حقونو په معيارونو او اصولو عمل درامد کول دپرمختګ لپاره ضروري دي.

دهغه وينا وه ديوې داسې ټولنې لپاره چرته چې ټولو وګړو سره پرته له کوم امتياز څخه يو شان سلوک کولى شي، لپاره ضروري ده چې دبشري حقونو تحفظ دحکومت په لمړيتوبونو کې وي.

سيمن وويل له بده مرغه هيواد کې دبشري حقونو وضعيت ورځ په ورځ خرابيږي کوم چې دانديښنې وړ ده او زياته يې کړه چې بنيادي ازادۍ چې پکې داظهار ازادي، پرامنه اجتماع، تنظيم سازي او دمذهب او عقيدې ازادۍ شامل دي، تر ګواښ لاندې دي.

دهغه وينا وه چې دوضعيت ترټولو بده برخه دا ده چې دمديني ټولنې لپاره ګنجايش ورځ په ورځ کميږي کوم چې دټولنې لپاره يوه ښه نخښه ده.

بلخوا ديو راپور ترمخه امريکا او اروپايي تحاديې په چين غږ کړى چې زندانونو کې بند په لسګونو سياسي بنديان دې خوشې کړي.

په کال دوه زره دولسم کې اقتدار له رسيدو وروستو دچين ولسمشر شي جنګپنګ داظهار دازادۍ، دبشري حقونو دوکيلانو او نورو کسانو په ضد ګامونه اخستي، ديو راپور ترمخه دتيرکال جولايي راهسې پوليسو دغلته دوه نيم سوه وکيلان او نور فعالين نيولي.

چين لپاره دامريکا سفير مارکس باوکس يو بيان کې ويلي دي هغه دچيني وکيلانو دنيول کيدو په اړه سخت انديښمن دى او زياته کړې يې ده دچين لخوا دغو وکيلانو سره کيدونکى سلوک ددغه هيواد څخه دقانون دواکمنۍ په ژمنه پوښتنه راولاړوي.

همدغه راز اروپايي اتحاديې يو بيان کې ويلي هغوي په چين غږ کوي چې په سمدستي توګه دې هاغه کسان خوشې کړي کوم چې دخپلو يا دنورو دحقونو داستعمال غوښتنه يې کړې او نيول شويدي.

څيړونکي وايي پاکستان کې دبشري حقونو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځلى شي چې دغه هيواد ټوله نړۍ کې دزنانه ؤ، خبريالانو او اقليتونو لپاره ترټولو خطرناکو ځايونو کې شميرلى شي او کوم کسان چې دبشري حقونو لپاره دغلته غږ پورته کوي هغوي هم اکثره تر ګواښ لاندې راغلي او څو ځله داسې هم شوي چې وژل شويدي.

پاکستان کې سږکال داکتوبر په مياشت کې پارلمان دغيرت په نوم دقتلونو مخنيوي لپاره بلونه منظوري کړي وو.

په ډاګه دې وي چې سږکال دپاکستان په سماجي ميډيا زيات شهرت لرونکې زنانه قنديل بلوچ هم دغيرت په نوم دخپل ورور لخوا وژل شوې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG