لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره:چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي


 دغه چاودنه دمصر په الحرم کوڅه کې په پيراميډ سړک ديو جومات په خوا کې شوې ده، دپېښې وروستو سيمه امنييتي محاصره کې اخستل شوې او په ګڼ شمير کې امنيتي ځواکونه دپېښې ځايې ته رسيدلي.
دغه چاودنه دمصر په الحرم کوڅه کې په پيراميډ سړک ديو جومات په خوا کې شوې ده، دپېښې وروستو سيمه امنييتي محاصره کې اخستل شوې او په ګڼ شمير کې امنيتي ځواکونه دپېښې ځايې ته رسيدلي.

دمصردسرکاري خبري ادارې وينا ده چې دجمعې په ورځ قاهره کې په يو مرکزي سړک ديوې امنيتي پوستې سره نزدې شوې چاودنه کې شپږ پوليس عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه دمصر په الحرم کوڅه کې په پيراميډ سړک ديو جومات په خوا کې شوې ده، دپېښې وروستو سيمه امنييتي محاصره کې اخستل شوې او په ګڼ شمير کې امنيتي ځواکونه دپېښې ځايې ته رسيدلي.

دهسم په نوم دمصر يوې ترهه ګريزې ډلې دپېښې ذمه واري قبوله کړې ده.

راپورونه وايي دغه بريد کې په ظاهري توګه دپوليسو دوه ولاړ ګاډي په نخښه کړى شوي چې پکې يو ګاډى تباه شوى او بل ته جزوي زيان رسيدلى دى،

دجمعې په ورځ دغه چاودنه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې دمصر دکورنو چارو وزارت څو ورځې دمخه ويلي وو پوليسو دهسم تحريک درې غړي دمصر په جنوبي برخه کې وژلي دي.

دغه ډله په لمړي دجولايي مياشت کې هاغه مهال مخې ته راغلې وه چې ديو پوليس افسر ميجر محمد عبدالحميد دوژنې ذمه واري يې قبوله کړې وه.

دمصر حکومت شک کوي چې دغه ډله داخوان المسلمين ډلې سره اړيکې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG