لاس رسیدونکی لینک

د قبایلي زده کړو کوؤنکو د سازمان مشر په زندان کې اچول شوی


ریاض محسود وایي شوکت عزیز به په ضمانت خوشی کړی شي.

د خېبر پښتونخوا پوليسو د قبايلي سيمو د ذکړو کوؤنکو سازمان (فاټاسټوډنټ ارګنائزيشن) مشرنيولې او جېل ته يي ليږلی دی.

د قبايلي سيمو د ذکړو کوؤنکو د سازمان يوې فعاله غړې ثمرين وزير ډيوه ريډيو ته ويلي دي چې د سازمان مشر شوکت عزير نن د جمعې په ورځ سحر د پېښور ډپټي کمشنر رياض محسود خپل دفتر ته بللی ؤ او هم د هلته نه يې نیولی دی.

د وزیر په وینا مشر يې وروستو د پېښور مرکزي زندان کې بند کړی شوی دی.

د پېښور د مرستیال کمشنر ریاض محسود نه چې ډيوه ريډیو په دغه اړوند پوښتنه وکړه نو هغه په ځواب کې وویل، چې یوه اوونۍ وړاندې یو طالب عالم ساجد د پېښور په فقیر اباد پولیس سټېشن کې د شوکت عزیز خلاف خواست کړی ؤ چې ده ته يې دړکه کړې ده، او کمشنر زیاته کړه د دغه خواست په ترڅ کې بیا هغه نیول شوی او د قانون لاندې په جېل کې بند کړی شوی دی.

ریاض محسود وایي چې شوکت عزیز دې داسې ضمانت جمع کړي چې خواست کوؤنکو ته به څه نه وايي ، د هغې وروستو به خوشی کړی شي.

ولې د زده کړو کوؤنکو سازمان تور لګوي چې مشر يې د کوم خواست په ترڅ کې نه دی نیول شوی بلکې څو ورځې وړاندې پېښور کې په یو هوټل کې د اېف سي ار د اصلاحاتو په اړوند یوه غونډه راجوړه شوې وه او په هغه غونډه کې شوکت عزیز د اېف سي ار قانون پرضد نعرې وهلې وې او هغه په دغه تور کې نیول شوی دی.

په داسې حال کې چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه وړاندې کړی شوؤ ائيني او انتظامي تجویزونو باندې د پارلیمان برني اېوان سینېټ کې بحث روان دی او ویل کیږي چې په نزدیو کې به د منظورۍ دپاره مرکزي کابینې ته وړاندې شي.

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په تجویزونو کې د سیمې زیاتره وګړي او د پارلیمان منتخب غړي يې په دې حق کې دي چې قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل کړی شي.

دغه ډول د قبایلي سیمو زده کړې کوؤنکي ځوانان هم دغه غوښتنه کوي.

ولې د سیمې ځينې مراعات یافته او حکومت پلوه ملکان غواړي چې فاټا دې د خېبرپښتونخوا صوبه برخه ونه ګرځي.

او د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړوند راجوړې غونډې په وروستیو کې د دغو اختلافاتو ښکار شوي او تېره اوونۍ هم په دغه خبره پېښور کې په یوه غونډه کې د قبایلي سیمو ځوانان راولاړ شوي او په روانه غونډه کې يې د اېف سي ار او حکومت پلوه خلکو پرضد شعارونه پورته کړي او په غونډه کې اړی ګړی جوړ شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG