لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق او شام کې د داعش ۵۰۰۰ جنګیالي وژل شوي


دغه شمېره د دې دپاره وړاندې کړی شوې چې وښودل شي د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د تېر دوه کالو عملیات څومره اغېزمن وو.
دغه شمېره د دې دپاره وړاندې کړی شوې چې وښودل شي د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د تېر دوه کالو عملیات څومره اغېزمن وو.

د امریکا د پوځ یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، د کال ۲۰۱۴م د اګست په میاشت کې د صدر باراک اوباما د داعش په ضد د پوځي عملیاتو د امر وروستو د امریکا په مشرۍ جوړ ائتلاف د دغه تُندوره ډلې نزدې ۵۰۰۰ جنګیالي وژلي دي.

چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي دا شمېره د احتیاطي اندازې ده.

یو بل لوړ پوړي چارواکي وایس اف امریکا ته ویلي د داعش ۵۰۰۰ زره جنګیالي په شام او عراق کې وژل شوي او په دې شمېره کې افغانستان، او لیبیا ترڅنګ په نورو ملکونو کې د داعش وژل شوي وسله وال شامل نه دي.

دغه شمېره د دې دپاره وړاندې کړی شوې چې وښودل شي د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د تېر دوه کالو عملیات څومره اغېزمن وو.

دا شمېره په داسې حال کې ورکړی شوې چې په عراق کې د ائتلاف ویاند کرنل جان ډورېن ویلي په موصل کې د داعش جنګیالي ماتې خوري، دوي راګېر کړی شوي او د دې وړ نه دي پاتې چې بیا رایوځای شي.

ډورېن د نهې په ورځ ویلي د داعش وسله وال روان دي.

نوموړي ویلي داعش په ضد د عملیاتو کوؤنکو ځواکونو لیدلي چې په موصل کې تُندروه ډلې د ماتې خوړو په مهال تنکي ځوانان جګړې ته راویستي او د یو تکتیک په توګه يې کاروي.

د پېنټاګون لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې (زر یا وروستو د داعش جنګیالي به د مینځه لرې شي دوي به ځمکې ته لاړ شي او دوي به بیا د اډیالوژۍ د لارې د بهر نه بریدونه او ترهګر فعالیتونه کوي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG