لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : تندروه کمانډر فضل سعيد حقاني خپل ساتونکي وژلى


 دسرچينو ترمخه دتندروه ډلې تحريک طالبان اسلامي پاکستان مشر فضل سعيد حقاني باندې پاړه چنار کې دخپل کور څخه بهر يو ساتونکي ډزې وکړې چې پکې هغه پخپله او يو بل تندلارى شيرزمان ووژل شول.
دسرچينو ترمخه دتندروه ډلې تحريک طالبان اسلامي پاکستان مشر فضل سعيد حقاني باندې پاړه چنار کې دخپل کور څخه بهر يو ساتونکي ډزې وکړې چې پکې هغه پخپله او يو بل تندلارى شيرزمان ووژل شول.

دپاکستان قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې يو تندروه کمانډر فضل سعيد حقاني او دهغه ملګرى دخپل ساتونکي په ډزو وژل شويدي.

دسرچينو ترمخه دتندروه ډلې تحريک طالبان اسلامي پاکستان مشر فضل سعيد حقاني باندې پاړه چنار کې دخپل کور څخه بهر يو ساتونکي ډزې وکړې چې پکې هغه پخپله او يو بل تندلارى شيرزمان ووژل شول.

دسرچينو وينا ده چې ډزې کوونکى ساتونکى ادريس افريدى تيښته کې بريالى شويدى،

فضل سعيد حقاني ترڅو کلونو کرمې ايجنسۍ لپاره دپاکستاني طالبانو( ټي ټي پي) مشر پاتې شوى و، وروستو دحکيم الله محسود په ګډون دقيادت پسر داختلافونو له امله هغه ټي ټي پي څخه لارې جدا کړې وې.

په دغه وخت هغه تور لګولى و چې ټي ټي پي دبې ګناه خلکو وژنه کې ککړه ډله نو له دې امله هغه دتحريک طالبان اسلامي پاکستان په نوم خپله ډله جوړه کړې وه، دغه ډلې هم دګڼو بمي چاودنو او پاړه چنار کې دترسره شوو ترهه ګريزو کارروايو ذمه واري قبوله کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG