لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش نوي وياند خپلو پلويانو ته په لويديز، ترکي او ايران دبريدونو وينا کړې


 داعش پخپله مطبوعاتي څانګه الفرقان دابو حسن المهاجر يو اډيو ريکارډنګ جاري کړى چې پکې هغه دابو محمد العدناني پځايې وياند مقرر کړى شويدى.
داعش پخپله مطبوعاتي څانګه الفرقان دابو حسن المهاجر يو اډيو ريکارډنګ جاري کړى چې پکې هغه دابو محمد العدناني پځايې وياند مقرر کړى شويدى.

دتندروه ډلې داعش مرکزي وياند پخپلو پلويانو زور راوړى چې دهغوي دډلې دښمنان چې ورته چرته هم په لاس ورځي نو په نخښه دې يې کړي.

داعش پخپله مطبوعاتي څانګه الفرقان دابو حسن المهاجر يو اډيو ريکارډنګ جاري کړى چې پکې هغه دابو محمد العدناني پځايې وياند مقرر کړى شويدى.

العدنان په ديرشم اګست دشام الباب سيمه کې دامريکايي ډرون بريد کې وژل شوى و.

دترهه ګرو په ان لا ين هلو ځلو نظرساتونکې يوې استخباراتي ډلې سايټ ريټا کټز ددغه ريکارډنګ ژباړه کړې دکوم ترمخه چې المهاجر ويلي " په دغو(دښمنانو) بازارونو، سړکونو، کلبونو او په هر غيرمتوقع ځايونو بريدونه وکړئ، ستاسو په کارروايو سره به فرق راځي،صورتحال بدل کړئ"

المهاجر امريکا، روس، اروپا او په ايران دنوو بريدونو اراده څرګنده کړې خو دترکي په اړه يې زيات سخت بيان ورکړى دى.

هغه دداعش پلويانو ته دترکي په اړه ويلي دي دترکي سيکولر، مرتد حکومت په عسکري، اقتصادي، امنيتي او دميډيا په ګډون په ټولو کچو په نخښه کړئ ، تر دې چې ټوله نۍړ کې ددوي سفارتخانې او قونصلخانې هم

دا تيره مياشت دداعش دمشر ابوبکرالبغدادي دجاري شوي هاغه ويډيو ريکارډنګ پيغام سره يو شان بيانيه ده چې پکې البغدادي خپلو جنګيالو ته دترک پوځونو په ضد دخپلې غصې دکارولو وينا کړې وه.

دترهه ګرۍ په اړه دچارو دتجزيه کارو وينا ده چې المهاجر دخپل پيش رو دبيانيې ياد تازه کړى چاچې به خپلو پلويانو ته دبريدونو کولو لمڅه کوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG