لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې ايران لپاره دجاسوسۍ په جرم ١٥و کسانو ته دمرګ سزا


 دغو کسانو کې دديرشو تعلق دسعودي عرب شيعه ورورولۍ سره دى،همدغه راز هغوي کې يو ايراني او يو افغان وګړى هم شامل دى.
دغو کسانو کې دديرشو تعلق دسعودي عرب شيعه ورورولۍ سره دى،همدغه راز هغوي کې يو ايراني او يو افغان وګړى هم شامل دى.

دسعودي عرب يو عدالت ايران لپاره دجاسوسۍ په جرم پينځلسو کسانو ته دمرګ سزا اورولې ده.

دنهې په ورځ دعدالت لخوا چې کومو پينځلسو کسانو ته دمرګ سزا ورکړى شوې هغوي په هاغو دوه ديرشو کسانو کې شامل دي څوک چې ايران لپاره دجاسوسۍ په تور کال ٢٠١٣م کې نيول شوي وؤ.

دغو کسانو کې دديرشو تعلق دسعودي عرب شيعه ورورولۍ سره دى،همدغه راز هغوي کې يو ايراني او يو افغان وګړى هم شامل دى.

تراوسه د اوولسو ملزمانو لړ کې معلومات مخې ته نه دي راغلي.

سعودي عرب دسُني مسلمانانو اکثريتي هيو اد دى، دغه هيواد سره دشيعه اکثريت دايراني حکومت اړيکې دتاوتريخوالي ښکار پاتې شوي او دغه تاوتريخوالى مينځني ختيځ کې امنيت لپاره خطره ګڼلى شي.

دسږکال پيل کې سعودي عرب يو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر دبغاوت په تور تيزندي کړى و، په دې دايران لخوا سخته نيوکه شوې وه.

ددغه شيعه مذهبي مشر دمرګ په سزا دعمل درامد وروستو تهران کې دسعودي په سفارتخانه پاريدلو مظاهرينو بريد کړى و، په دي سعودي عرب دردعمل په توګه تهران څخه خپل سفير بيرته غوښتى و او وروستو ځينې خليجي هيوادونو هم دسعودي په ملاتړ ايران سره خپلې سفارتي اړيکې محدودې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG