لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان قانون سازان به دطالبانو، روس او ايران ترمينځ دزياتيدونکو اړيکو پلټنې کوي


 دافغان سينيټ چيئرمين فضل هادي مسلميار ويلي دي " طالبانو سره دروس او ايران دمرستې ثبوت موندل شوى" ، هغه ويلي دي طالبانو سره دخارجه اړيکو راپورونه دپريشانۍ وړ دي.
دافغان سينيټ چيئرمين فضل هادي مسلميار ويلي دي " طالبانو سره دروس او ايران دمرستې ثبوت موندل شوى" ، هغه ويلي دي طالبانو سره دخارجه اړيکو راپورونه دپريشانۍ وړ دي.

دافغانستان سينيټ ويلي دي دطالبانو، ايران او روس ترمينځ دمخ په زياتيدونکو اړيکو پلټنې به کوي.

دافغان سينيټ چيئرمين فضل هادي مسلميار ويلي دي " طالبانو سره دروس او ايران دمرستې ثبوت موندل شوى" ، هغه ويلي دي طالبانو سره دخارجه اړيکو راپورونه دپريشانۍ وړ دي.

دغه پلټنې به په داسې حال کې کولى شي چې افغانستان کې دبهرنو ځواکونو امريکايي کماندر جنرال جان نکلسن تيره اوونۍ انکشاف کړى و چې روس او امريکا سره دطالبانو داړيکو له امله سيمه کې دثبات مقصد مخ په وړاندې نه ځي.

طالبان ايران کې ميشته دي

ماسکو په مشکوکه توګه له دې امله دطالبانو مرسته کوي او ورته وسلې ورکوي ترڅو دهغوي اثرورسوخ هم افغانستان پورې محدود وساتي هغوي نزدې ګاونډي مرکزي اسيايي هيوادونو ته دګواښ راولاړولو څخه منعې کړي.

همدغه راز په ايران هم دافغان چارواکو لخوا تور لګول کيږي چې دافغانستان څخه طالب جنګيالو ته سرحدي سيمو کې پناه ورکوي.

دلويديز فراح ولايت والي اصف ننګ اوس اوس ريډيو ليبرټي ته ويلي وو ديو شمير لوړپوړو طالب مشرانو کورنۍ ايران کې ميشته دي، هغه داهم ويلي وو چې دطالب مشرانو دغه کورنۍ په يزد،کيرمن او مشهد پشان ښارونو کې ميشته دي او افغانستان ته دورانکارۍ دهلو ځلو لپاره راستنيږي.

والي په ډاګه کړې وه چې دولايتي سرښار نښتو کې اوس اوس کوم طالب جنګيالي وژل شوي وو دهغوي مړي ايران کې خپلو کورونو ته رسول شويدي،ننګ افغان ميډيا ته ويلي دي دغه ولايت کې تر پينځوو زرو پورې طالب جنګيالي ميشته دي.

طالبانو لپاره داعلي معيار وسلې

دسيمه ييزو خلکو وينا ده هغوي اکثره ويني چې طالبان په پوله ايران ته اوړي.

دافغانستان پولې ته نزدې دايران په تايباد ښار کې اوسيدونکي يو افغان کډوال امريکا غږ ته ويلي دي چې په اوسنو ورځو کې دافغانستان څخه راتلونکې نورې څهرې ليدل شويدي، هغه ويلي هغوي په ولسي مقاماتو کې ليدل شوي ځکه هغوي هڅه کوي خپل ځان دنورو افغانانو څخه يو اړخ ته وساتي او زياتوي ځينې افغانان وايي چې هغوي دطالبانو غړي دي.

افغان قانون سازان دا هم وايي چې تهران طالبانو ته وسلې ورکوي.

دپکتيکا ولايت څخه يو قانون ساز جمعه دين ويلي دي ايران نه يواځې دا چې دطالبانو کورنو ته پناه ورکړې بلکې دغه ډلې ته يې داسې وسلې هم ورکړي چې ټانکونو او الوتکو ته هم زيان رسولى شي.

ايران وايي دغه راپورونه بې اساسه دي

ايران ددغو تورونو ترديد کړى او وايي افغان حکومت سره نزدې اړيکې لري.

دايران دخارجه وزارت يو ويواند بهرام قسيمي ويلي دي ايران کې دطالب عناصرو دموجودګۍ راپورونه بې اساسه دي، هغه دا هم ويلي دي چې ايران کابل سره برادرانه اړيکې لري کومې چې پخپل مينځي خوښۍ اساس لري.

کله چې دکال ١٩٩٩ء په نيمايي کې دطالبانو تحريک مخې ته راغلى نو ايران دغه تحريک يو ستر نظرياتي ګواښ ګڼلى و، خو دکال ٢٠٠١ء څخه راپديخوا ددغه ډلې په اړه دتهران خيالات په تدريجي توګه بدل شويدي.

څيړنکار وايي دايران او تاجکستان حمايت يافته ياغي ډلې سره ماسکو هم تماسونه سيوا کوي.

دروسي صدر ولاديميرپوتن دافغانستان لپاره ځانګړي استازي ضمير کابلوف دترکي خبري ادارې ته اوس اوس ويلي وو ماسکو دطالبانو مشرانو سره دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ داودريدلو سولې دخبرو مخ په وړاندې بوتللو لپاره تماس کې دى.

هغه منلې وه چې طالبانو سره اړيکې لري ترڅو ديو ملي اوربند له لارې جګړه ختمه کړي، هغه دا هم ويلي وو چې ماسکو افغانستان کې دداعش دمخ په زياتيدونکي ګواښ په اړه هم انديښمنه ده.

هغه ويلي وو طالبان په افغانستان کې دهاغو خلکو په ضد جګړه کوي چې هغوي ورسره په شام کې جګړه کړې وه نو ځکه دهغوي ګټې يوشان دي.

خو دافغان قانون سازانو وينا ده چې دروسيې مداخلت ته هرکلى نه ويل کيږي، دهغوي وينا ده چې روسيې په افغانستان کې دکال ١٩٧٩ څخه ١٩٨٩ پورې جګړه کړې او افغان طالبانو سره دهغوي اوسنۍ زياتيدونکې اړيکې دپريشانۍ وړ دي.

دافغانستان دخارجه وزارت يو وياند شکيب مستغني ريډيو ليبرتي ته ويلي دهاغو ډلو سره څه رقم اړيکې چې افغان ولس ويروي، به په اوږدمهاله توګه دسيمې لپاره يو ګواښ جوړ شي او دخطرې څخه به يې يو هيواد هم بچ نه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG