لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي : هوايي بريدونو کې ١٢ جنګيالي وژل شوي


 دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجيټ الوتکو څخه دغه بمباري دتيراه په راجګل سيمه کې شوې ده چې پکې دتندلارو ګڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شويدي.
دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجيټ الوتکو څخه دغه بمباري دتيراه په راجګل سيمه کې شوې ده چې پکې دتندلارو ګڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شويدي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو څخه دترهه ګرو په مشکوکو ځالو بمباري شوې چې پکې دولس جنګيالي وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجيټ الوتکو څخه دغه بمباري دتيراه په راجګل سيمه کې شوې ده چې پکې دتندلارو ګڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شويدي.

څو ورځې وړاندې هم دحکومتي سرچينو لخوا دعوه شوې وه چې دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دجنګيالو ځالې په نخښه کړى شوي چې پکې لږ ترلږه اته جنګيالي وژل شوي دي.

قبايلي سيمې پورې ازاده ميډيا رسد نه لري نو له دې امله په ازادانه توګه ددغو هوايي بريدونو او پکې درامينځته شوې مرګ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.

سيمه کې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) او دتندروه کمانډر منګل باغ ډله لشکراسلام زياتې فعاله دي.

دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې خېبرايجنسۍ کې يې دعملياتو په ترڅ کې سيمې څخه ترهه ګر له مينځه وړيدي دي خو وخت په وخت خېبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG