لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړيتوب وړاندیز کړی


جواد ظریف ویلي پاکستان او ایران دواړه د ایران دپاره مهم دي او ایران د دواړو دپاره نیکې هیلې لري.
جواد ظریف ویلي پاکستان او ایران دواړه د ایران دپاره مهم دي او ایران د دواړو دپاره نیکې هیلې لري.

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف وړاندیز کړی چې ملک يې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر د مسلې په هوارولو کې د منځګړي کردار ادا کولو ته تیار دی.

جواد ظریف هند کې د اسیا د زړه کانفرس کې د ګډون دپاره موجود دی چرته چې د پاکستان استازيتوب د وزیراعظم د خارجه چارو مشاور سرتاج عزیز کوي.

جواد ظریف ویلي پاکستان او ایران دواړه د ایران دپاره مهم دي او ایران د دواړو دپاره نیکې هیلې لري.

د ایران د باندنیو چارو وزیر ویلي (که چرته په دوي دواړو کې د یو دپاره هم ایران مددګار جوړېدی شي نو مونږ تیار یوُ).

ایراني چارواکي دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر ترمنځ په ویشونکې پوله د ډزو پېښې رامنځته کيږي او اړیکې پرې تاؤژنې دي.

د پاکستان او هند د یوې مودې نه یو بل سره اړیکې د ځنډ ښکار دی او په داسې حال کې یوه موده وروستو د پاکستان کوم لوړپوړی چارواکی هند کې په نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

سرتاج عزیز د خالي په ماښام د هند وزیراعظم نریندرا مودي لخوا د غونډې ګډون والو په ډوډۍ کې ګډون کړی، ولې پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان په اړوند روانه دغه غونډه کې د پاکستان او هند د چارواکو کومه لیدنه نه ده ټاکل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG