لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونیشیا کې د عیسايي ګورنر په ضد غټه مظاهره شوې


د ګورنر بسوکي پرضد د مذهب د سپکاوي د تورونو پلټنې هم روانې دي.
د ګورنر بسوکي پرضد د مذهب د سپکاوي د تورونو پلټنې هم روانې دي.

د انډونیشیا پلازمینه جکارته کې د وړومبي عیسايي ګورنر په ضد غټه مظاهره شوې ده. په زرګونو خلک د جمعې په ورځ پلازمینه کې رایوځای شوي او مظاهره چیانو د ګورنر د نیولو غوښتنه کوله.

د چارواکو په وینا د ګورنر بسوکي تهاجاپُرناما په ضد د مظاهرې په مهال د امنیت ټینګ ساتلو په موخه ۲۰زره سرتيري په ځای کړی شوي وو. تېره میاشت د دغه ډول یوې مظاهرې وروستو حالات کړکېچن شوي وو.

ګورنر بسوکي تهاجا پُرناما چې د (آهوک) په نوم یاد دی، هغه په فرورۍ کې د ګورنر دپاره ټاکنوکې بیا د کاندید په توګه برخه اخستل غواړي. د نوموړي پرضد د مذهب د سپکاوي د تورونو پلټنې هم روانې دي.

انډونیشیاکې د بسوکي سیاسي مخالفینو خلکو ته د قراني ایتونو په اړوند ویلي چې بسوکي ته ووټ ور نه کړي. د هغو ایتونو تشریح څه په دې ډول شوې وه چې د مسلمانانو دپاره د غېر مسلمان واکمن منتخب کول منع دي.

وروستو د بسوکي یو لانجمن بیان مخې ته راغلی ؤ او هغه په خپلو مخالفینو تور لګولی ؤ چې قراني ایتونو د هغه پرضد کاروي.

ګورنر بسوکي وروستو په خپل بیان بخښنه غوښتې وه ولې پولیس دهغه بیان پلټنې کوي.

بسوکي د انډونیشیا په ۵۰ کلن تاریخ وړومبی عیسایي ګورنر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG