دپاکستان دپنجاب صوبې جهنګ سيمې څخه دصوبايي اسمبلۍ په يوه چوکۍ دناچله ډلې سپاه صحابه دباني مولانا حق نواز جهنګوي ځوې مولانا مسرور جهنګوي په انتخاباتو کې بريالى شويدى.
مولانا مسرور جهنګوي دازاد کانديد په توګه دغو ټاکنو کې برخه اخستې وه او هغه ته د یو بل غیر قانوني ګرځول شوی تنظیم اهلسنت والجماعت دمشر مولانا محمد احمد لدهيانوي ملاتړ ترلاسه و.
مولانا محمد احمد لدهيانوي هم د دغه حلقې څخه کانديد و او هغه ته دانتخاباتو کولو لپاره دلاهورهايکورټ اجازه هم ورکړې وه خو وروستو دمولانا مسرور جهنګوي په حق کې ټاکنو څخه لاس پسر شوى و.
د ښاغلي جهنګوي په بریال توب د پاکستان کېڼ اړخه ګوندونو او سیاسي څیړونکو پوښتنې راپورته کړي دي. دفاعي څیړنکار حسن عسکري وي او ای ډیوه ته وېلي وس به ترهګر هم د پنجاب اسمبلۍ کې قانون سازۍ کې برخه اخستلی شي.
ځېني سیاسي مشرانو هم په مرکزي حکومت نیوکې کړي چې د ښاغلي جهنګوي په ټاکنو کې برخه د ترهګرۍ پرضد د حکومت په ملي پلان کې اولس سره د شوو لوظونو سرغړونه ده.