لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روان کال افغانستان کې د نیم ملین نه زیات خلک بې ځایه شوي، م ـ م


سږ کال تراوسه پورې د بې ځایه شوؤ په شمېره کې د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده اضافه شوې ده.
سږ کال تراوسه پورې د بې ځایه شوؤ په شمېره کې د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده اضافه شوې ده.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې افغانستان کې په کال ۲۰۱۶م کې د شخړې له امله په ملک کې دننه د نیم ملین (پينځه لاکه) نه زیات خلک بې ځایه شوي کومه چې ریکارډ شمېره ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارود همغږۍ دفتر ( یو اېن او سي اېچ ای) ویلي چې د شمېرو ترمخه تېر کال افغانستان کې دننه څلور لاکه ۷۱زره خلکو کډې کړې وې او سږ کال تراوسه پورې د بې ځایه شوؤ په شمېره کې د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده اضافه شوې ده.

دفتر ویلي ( زیاتره افغانستان د شخړو نه اغېزمن دی او روان کال تراوسه پورې د هېواد په ۳۹۹ ضلعو (ولسوالیو)کې په ۱۹۸ ضلعو کې د شخړو له امله د خلکو د کډه کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي او دا وړومبی ځل دی چې د هېواد په ټولو ضلعو کې د ملک دننه کډوال مېشت دي).

یو اېن او سي اېچ ای ویلي په هېواد کې دننه د بې ځایه شوؤ د لويې شمېرې سره د پاکستان نه رجسټرډ او غېررجسټرډ د شپږ لاکه نه زیات افغان کډوال بیرته هېواد ته ستانه شوي او دا د اندېښنې وړ خبره ګرځول شوې ده.

د بشري چارود همغږۍ دفتر ویلي د شخړو له امله په تېرو پینځه ؤ کلونو کې د ۱۳ لاکو نه زیات خلک په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او له دې سببه بشري ستونزه رامنځته شوې ده.

زیاتره کډه شوې کورنۍ د روزګار، صحت د اسانتیاؤ او تعلیم دپاره د افغانستان ښاري سیمو ته تلل غوره ګڼي اود امنیت نشتوالی دوي بیرته خپلو کورنو ته ستنېدو ته نه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو ادارې په دې خبره زور راوړی چې د لوی بشري چېلنجونو سره مخ ده چې په خوندي توګه بې وسه کورنو ته ورسي او په سمدسي ډول د دوي مرستې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG