لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشکيل افريدي کيس بيا ځنډول شوى


دشکيل افريدي وکيل قمر نديم ايډوکيټ په دې اړه ډيوه ريډيو ته ويلي دي چې دسرکاري وکيل دنشتوالي له امله دډاکټر شکيف افريدي کيس يوځل بيا ځنډول شوى دى.
دشکيل افريدي وکيل قمر نديم ايډوکيټ په دې اړه ډيوه ريډيو ته ويلي دي چې دسرکاري وکيل دنشتوالي له امله دډاکټر شکيف افريدي کيس يوځل بيا ځنډول شوى دى.

دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن په موندلو کې امريکايي استخباراتي شبکې سره دمرسته کوونکي پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي کيس دسرکاري وکيل دکيس پيروۍ ته دنه حاضريدو له امله ٩مې فرورۍ کال ٢٠١٧م پورې ځنډول شويدى.

دشکيل افريدي وکيل قمر نديم ايډوکيټ په دې اړه ډيوه ريډيو ته ويلي دي چې دسرکاري وکيل دنشتوالي له امله دډاکټر شکيف افريدي کيس يوځل بيا ځنډول شوى دى.

هغه وويل دشلو ځلو نه زيات دشکيل افريدي کيس دمختلفو علتونو له امله ځنډول شويدى.

دهغه وينا وه له دې وړاندې دشکيل افريدي دکيس ريکارډ دخېبرايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې لخوا عدالت ته نه و راوړل شوى چې له امله يې دغه کيس ځنډول شوى ؤ او اوس يوځل بيا دسرکاري وکيل دکيس پيروۍ ته دنه حاضريدو له مله دشکيل افريدي کيس يوځل بيا ځنډول شويدى.

ډاکټر شکيل افريدي ته يو عدالت ديوې تندروه ډلې سره د اړيکو لرلو په تور دبند سزا اورولې اؤ هغه وروستو له هغې مقبوليت موندلى ؤ چې دپاکستان ايبټ اباد ښار کې يې دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن دموجودګۍ دپخلي په غرض دويکسينيشن يو جعلي مهم وچلولو.

داسامه دوژل کيدو وروستو دپاکستان استخباراتي چارواکو هغه نيولى ؤ.

دکال ٢٠١٢م دمئ مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دتندروه کمانډر منګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام ډلې سره داړيکو دلرلو په تور شکيل افريدي ته يو عدالت د٣٣ؤ کلونو سزا هم اورولې وه

پخپله فيصله کې عدالت په ډاګه کړې وه چې شکيل افريدي ددغه ډلې سره نزدې اړيکې اؤ دمنګل باغ لپاره يې خواخوږي لرله اؤ زياته کړې يې وه چې هغه سره دافريدي تړاؤ يوډاګيز حقيقت دى.

خو لشکر اسلام سره دشکيل افريدي لخوا داړيکولرلو دغه عدالتي دعوه وروستو يو تندروه کمانډر رد کړې اؤ دهغه دوژلو دړکه يې هم کړې وه.

دعدالت له لوري دسزاوار کيدو وروستو دافريدي کورنۍ اؤ وکيل په بيلا بيلو فورمونو دهغه دبې ګناهۍ په حق کې څرګندونې کړي اؤ ددې ترڅنګ دکال ٢٠١٣م داګست مياشت کې دپيښور کمشنر په ٢٠١٢م کې هغه ته اورول شوې سزا رد اؤ دهغه دمقدمې بيا دسره دپيل کولو امر يې کړى ؤ.

په دغه موقع دهغه ورور جميل افريدى وئيلي وؤ چې” انشاء الله تاسو بۀ ووينئ چې هغه به په درناوي سره بري شي ځکه چې هغه بې ګناه دى اؤ دا زمونږ لمړۍ ګټه ده

خو د٢٠١٤م په پيل کې په شکيل افريدي دبيا مقدمې چلول کيدو پځايې دهغه دبند سزا لس کاله کمه کړى شوه چې دغه شان دهغه سزا د٢٣ؤ کلونو نه د٢٣ؤ کلونو بند ته راکمه شوه.

امريکا هم په تير وخت کې دپاکستان د٣٣ؤ ملينو ډالرو دامداد دهغه په خوشې کولو پسې دتړلو په ترڅ کې دهغه دراخلاصولو هڅه کړې ، خو پاکستان په دغه ګام نيوکه کړې اؤ دا يې مايوسه کوونکى بللى. دپاکستاني سياست دانانو له لوري دهغه په اړه ورکړل شوؤ بيانونو هم دشکيل افريدي مقدمه نوره پيچيده کړې ده، په يوه مرکه کې دپاکستان پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني وئيلي وؤ چې شکيل افريدي ته دځان ددفاع اؤ اعلي محکمو پورې درسد حق ترلاسه دى.

همدغه شان دکال ٢٠١٤م دجنورۍ مياشت کې دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان شکيل افريدى امريکائي جاسوس بللى ؤ، دډاکټر شکيل په اړه هغه وئيلي وؤ” ايا په امريکا کې نيول شوى يو پاکستانى جاسوس به پريښودل شي؟، زۀ داسې فکر نۀ کووم، همدغه شان دافريدي معامله هم ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG