لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شامي ځواکونو باندې بمباري بشري تېروتنه وه


د دغه پېښې پلټنې کوونکي افسر بریګیډیئر جنرال رچرډ کوئي ویلي په دغه فضايي برید کې د امریکا، برطانیه، اسټریلیا او ډنمارک ځواکونو برخه اخستې وه،
د دغه پېښې پلټنې کوونکي افسر بریګیډیئر جنرال رچرډ کوئي ویلي په دغه فضايي برید کې د امریکا، برطانیه، اسټریلیا او ډنمارک ځواکونو برخه اخستې وه،

د امریکايي پوځ یو جنرال ویلي د روان کال ستمبر په میاشت کې د امریکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو لخوا د دیرالزور سره نزدې د شام دولتي ځواک باندې بمباري د بشري تېروتنې له سببه رامنځته شوې وه.

د دغه پېښې پلټنې کوونکي افسر بریګیډیئر جنرال رچرډ کوئي ویلي په دغه فضايي برید کې د امریکا، برطانیه، اسټریلیا او ډنمارک ځواکونو برخه اخستې وه، او ځواکونه د داعش د وسله والو په نخښه کولو پسې تلي وو.

نوموړي ویلي دا پېښه په تېروتنه کې رامنځته شوې وه.

رچرډ ویلي په دغه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي وو، ولې په پلټنو کې دوي د کره شمېرې په معلومولو کې پاتې راغلي دي ځکه دوي هاغه ځای ته نه دي رسيدلي چرته چې بمباري شوې وه.

روس ویلي د اتحادي ځواکونو په بمبارۍ کې د شام د پوځ ۵۲ سرتیري وژل شوي وو.

پلټنیز راپور کې ویل شوي چې په ځمکه موجودو عسکرو پوځي ودري نه وه اغوستې او نه د هغوي سره بېرغونه یا د پېژندګلو بله کومه نخښه وه، او هغوي د داعش د وسله والو په رنګ ښکارېدل.

چې برید پېل شو نو روس امریکا ته په هاټ لائن باندې وویل چې دوي د شام په پوځ بمباري کوي. رچرډ ویلي اړونده چارواکو سره په تماس کولو کې ۲۷ دقیقې وخت لګېدلی او په دغه مهال دیرالزرو کې د ۱۵ نه تر ۲۲ پورې فضایي بریدونه شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG