لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرازيلي لوبغاړو په مرګ دفټبال نړۍ کې ماتم


 دغه ځانګړې الوتکه دجنوبي برازيل څخه دکولمبيا ښار ميډيلن ته روانه وه چې دګل په ورځ دخپل منزل څخه لږ لرې دبيړني وضعيت ښکار شوه او يوه غرييزه سيمه کې دراغورځيدو وروستو تباه شوې وه.
دغه ځانګړې الوتکه دجنوبي برازيل څخه دکولمبيا ښار ميډيلن ته روانه وه چې دګل په ورځ دخپل منزل څخه لږ لرې دبيړني وضعيت ښکار شوه او يوه غرييزه سيمه کې دراغورځيدو وروستو تباه شوې وه.

دبرازيل دفټ ټيم ټيم کولمبيا ته وړونکې ځانګړې الوتکه راغورځيدلې او تباه شوې چې پکې چارواکو د٧١ؤ کسانو دمړينې پخلى کړى، له دې وړاندې دغه شميره ٧٦ ښودل کيده.

دغه ځانګړې الوتکه دجنوبي برازيل څخه دکولمبيا ښار ميډيلن ته روانه وه چې دګل په ورځ دخپل منزل څخه لږ لرې دبيړني وضعيت ښکار شوه او يوه غرييزه سيمه کې دراغورځيدو وروستو تباه شوې وه.

ژوندو بچ شوو کې دفټبال کلب درې غړي، يو خبريال او دالوتکې دعملې دوه غړي شامل دي.

دفټبال ټيم ګول کيپر مارکوس ډنيلو هم دغه حادثه کې ژوبل شوى و خو کله چې هغه روغتون ته وړل کيدو نو ساه يې ورکړه.

دکولمبيا دهوابازۍ دمحکمې مشر الفرډو بوکانيګرا وينا ده چارواکي الوتکه کې دبرقي نظام نقص لوري ته پام ګرځوي خو دا امکان نه شي رد کيدى چې الوتکه کې دتيلو ختميدو له امله دغه حادثه رامينځته شوي وي.

دشافاکوونس فټبال کلب دبورډ غړي پلينيو ډي نيس ترمخه دډلې هيډکوارټر کې دحادثې دښکار شوو اغيزمنو کورنو لپاره مرکز جوړ کړى شويدى.

خبريالانو سره خبرو کې هغه وويل ټول لوبغاړي ميډيلن کې ترسره کيدونکي ميچ ته زيات خوشحاله وؤ او هغه ته يې ويلي وو چې دغه ميچ دهغوي لپاره ديو خوب درښتيا کيدو پشان دى،هغه په افسوس وويل چې دغه ټيم سره يې دکمال وخت تير کړى خو اوس دغه خوب ختم شويدى.

دبرازيل صدر مايکل تمر وينا ده چې چارواکو ته يې دحادثې دښکار شوي ټيم رشته دارانو ته دهررقم امداد ورکولو امر کړيدى او حکومت به دې لړ کې هررقم مرسته کوي.

دالوتکې دحادثې څخه وروستو دجنوبي امريکا فټبال فيډريشن تر دوهم امر خپلې ټولې هلې ځلې ځنډولي دي.

دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو ټولې نړۍ څخه دفټبال لوبغاړي او مينه وال په دغه حادثه دافسوس څرګندونه کوي.

دبرازيل نامتو فټبالر پيلى په ټويټر ويلي دغه زيات افسوسناک زيان دى، هغه دټولو مړو شوو کسانو لپاره دعا او اغيزمنو کورنو سره دخواخوږۍ څرګندونه کړې.

دبرطانيې مشهور فټبال کلب مانچسټر يونايټد هم په پېښه دافسوس څرګندونه کړې، ريال ميډرډ کلب دخپل مشق ختمولو په ترڅ کې مړو شوو لپاره ديو منټ خاموشي خپله کړې ده.

دارجنټاين دماضي مشهور فټبالر ډياګوميراډونا هم په حادثه افسوس څرګند کړى او اغيزمنو کورنو سره يې دغمرازۍ څرګندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG