لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حلب نه د زرګونو په شمېره کې خلکو کډې کړي، د پوځ پرمختګ


سفارتکارو او د بشري حقونو ادارو د وړاندې نه ویلي چې ماسکو او دمشق په حلب کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د جنګي جرمونو د مقدمو سره مخ کېدی شي.
سفارتکارو او د بشري حقونو ادارو د وړاندې نه ویلي چې ماسکو او دمشق په حلب کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د جنګي جرمونو د مقدمو سره مخ کېدی شي.

راپورونه وايي په شام کې د وسله والو د ولقې لاندې جنګ سره مخ حلب ښار نه د زرګونو په شمېره کې خلک وتي او خوندي سیمو پله ځان رسوي کومې علاقې چې د دولتي ځواک په لاس کې دي.

برطانیه کې د شام د بشري حقونو د څار ادارې (سیرین ابزرویټري فارهیومن رائټس) په یو راپور کې ویلي چې په ملک کې نزدې د شپږو کالو د کورنو جګړو وروستو د حلب نه لږترلږه ۴۰۰ کسان تښتېدلي او مسکان حنانو علاقې ته تلي دي کومه علاقه چې د دولتي ځواکونو په ولقه کې ده.

د شام د ډلې مشر رامي عبدالرحیم ویلي ختیځ حلب ښار نه د کال ۲۰۱۲م نه وروستو د خلکو د وتلو دا وړومبۍ پېښه ده.

شام ویلي د روس په ملاتړ يې ځواکونو يې د ۱۳ جګړې وروستو د حنانو علاقه د وسله والو نه بیرته نیولې ده، ابزرویټري ویلي د یاغیانود ولقې لاندې حلب کې اوس هم نزدې دوه نیم لاکه خلک ګېر دي او خوراک ته سخته اړتیا لري.

دولتي رسنیو ویلي حکومتي ځواکونو د حنانو نه ترهګر په بشپړ ډول بهر کړي او اوس هلته د ښخ کړی شوؤ بارودو پاکولو کار روان دی.

د لویدیځ څيړونکي د حنانو قبضه کول مهم ګڼي. بل لور ته د حلب په ولقه کې اخستو دپاره د شام او روس لخوا سخت فضايي عملیات دوام لري، او دې ته د یاغیانو پرضد د عملیاتو نوم ورکولی شي ولې د دې نه ښاري علاقو ته هم زیان رسي.

د لویدیځ حکومتونه او ملګري ملتونه په حلب باندې بریدونه انساني شخړه ګرځوي او د دوه نیم لاکه ملکي وګړو د امنیت دپاره يې خطره بولي، سفارتکارو او د بشري حقونو ادارو د وړاندې نه ویلي چې ماسکو او دمشق په حلب کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د جنګي جرمونو د مقدمو سره مخ کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG